لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوی ميزايل امريکا په نخښه کولی شي، شمالي کوريا


ساينس پوهانو ويلي دغه ميزايل د واشنګټن ترڅنګ د امريکې هر ځای په نخښه کولی شي خو دا ميزايل د ايټمي وسلې وړو توان نه لري.
ساينس پوهانو ويلي دغه ميزايل د واشنګټن ترڅنګ د امريکې هر ځای په نخښه کولی شي خو دا ميزايل د ايټمي وسلې وړو توان نه لري.

شمالي کورياد نوي بېن البراعظمي بېلسټک ميزايل د کاميابې ازماينې ادعا کړې او ويلي يې دي دغه ميزايل امريکې ته رسېدی شي.

د میزایل ازماينې وروستو دولتي رسنۍ ويلي، چې د نوي بېن البراعظمي بېلسټک ميزايل (هواسونګ ـ ۱۵) په کاميابې ازماينې دشمالي کوريا مشر کم جونګ ان په فخر دا اعلان کوي چې شمالي کوريا اخر چې د خپل ايټمي قوت په تاريخي مقصد ترلاسه کولو کې بريالۍ شوه.

د شمالي کوریا د چارواکو په وېنا د چهارشنبې یا شورو په ورځ شوې ازماينه کې ميزايل تر ۴۷۷۵ کلوميټره پورې په بره تلی او د ۵۳ دقيقو يا منټو پورې د پرواز وروستو يې په ۹۵۰ کلوميټره فاصله کې خپل هدف په نخښه کړی دی.

د امريکې د دفاع وزیر جېم مېټس ويلي د شمالي کوريا دغه ميزايل تر ټولو اوچت الوتی له دې وړاندې يې دغه ډول ازماينه نه ده کړې، هغه ويلي دا د شمالي کوريا د هغو هڅو برخه ده چې "په نړۍ کې د هر ځای دپاره ګواښ دی"،هغه زیاته کړې شمالي کوريا د نړۍ د سولې دپاره خطره ده.

ساينس پوهانو ويلي دغه ميزايل د واشنګټن ترڅنګ د امريکې هر ځای په نخښه کولی شي خو دا ميزايل د ايټمي وسلې وړو توان نه لري.

له دې وړاندې سپينه ماڼۍ کې خبريالانو سره په خبرو کې د امریکا صدر ټرمپ ويلي ؤ " دوي به حالات په قابو کې ساتي"، هغه ويلي د شمالي کوريا په اړوند د امريکا دريځ کې بدلون نه دی راغلی.

صدر ټرمپ د شېنزو ابی سره په ټيليفون خبرې کړي دي. سپينې ماڼۍ ويلي دوي دواړه په دې صلاح شوي دي چې د شمالي کوريا دغه ګام خپله د شمالي کوريا امنيت کمزوری کوي او د نړيوالې ټولنې يې نور لرې باسي.

د جاپان وزیراعظم شېنزو ابی په سمدستي ډول د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا رابللو غوښتنه کړې او ويلي يې دي د جاپان اولس به خوندي کوي.

ابی ويلي، دوي به کله هم د تشدد دغه عمل قبول نه کړي او په دې شمالي کوريا ته سخت احتجاج کړی دی.

امنيتي شورا د چهارشنبې يا شورو په ورځ مازیګر څلور بجې د غونډې رابللو پخلی کړی دی.

دا د شمالي کوريا وروستو له هغې وړومبي ميزايل تجربه ده چې کله د ستمبر په میاشت کې امريکې شمالي کوريا يو ځل بيا د ترهګرو رياستونو په نوملړ کې شامله کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG