د دوؤ نړيوالو بهرنيو ادارو څېړنې ښايي چې پاکستان کې په ۱۰۰و کې ۷۳ سړي نه غواړي چې د کورنۍ ښځې يې بهر کارونه وکړي.
د جارج ټاؤن انسټيټيوټ فار وومن او پيس ريسرچ انسټيټوټ اف اوسلو ادارو تازه ګډه سروې وايي د نړۍ په ۱۵۳ هېوادونو کې پاکستان د ښځو سره د امتيازي چلن لپاره څلورم تر ټولو بد هېواد دی.
دغه سروې ښايي چې افغانستان کې د ښځو وضعه د پاکستان نه هم بد تره ده.
د ۱۵۳ هېوادونو په نوملړ يا لسټ کې اخيري څلور واړه هېوادونه يعني پاکستان، شام، افغانستان او يمن اسلامي هېوادونه دي.
سروې وايي پاکستان کې يواځې ۳۳% ښځې ګرځنده [موبايل] فون لري.
د ښځو د سولې او امنيت په نوملړ کې پاکستان کې ښځو ته په مالي ماملاتو کې تر ټولو کمه برخه ورکړی کيږي.
د سروی ترمخه په هېواد کې سکول ته د تلونکو ښځو اوسط عمر پينځه کاله دی، ۲۴ فيصده ښځې دندې يا ملازمتونه کوي او پارلیمان کې ۲۰ فيصده برخه لري.
سروی وايي پاکستان کې د ښځو په پرتله د سړو زېږېدنه سېوا ده، په دغه هېواد کې د کال ۲۰۱۰م نه تر کال ۲۰۱۵م پورې پينځه لاکه جينکۍ بې درکه شوي دي.
راپور کې زياته کړی شوې ده چې په ۱۰۰ کې په ۲۷ ښځو د هغو مړونه تشدد کوي وهي يې، او يواځې ۵۱ فيصده ښځې د کار په وخت ځان خوندي ګڼي چرته چې دوي اوسيږي.
د ۱۵۳ هېوادونو په نوملړ کې هند په ۱۳۱نمبر، امريکا په ۲۲ او برتانيه په ۱۲م نمبر ده.
د پاکستان په پرتله هند کې ښځو ته په مالي ماملاتو کې ۴۳ فيصده برخه ورکړی کيږي او هلته ۷۱ ښځو سره موبايل فونونه دي.
دغه رنګ د هند په پارليمان کې د ښځو د چوکو برخه ۱۲ فيصده او ملازمت کوونکې پکې ۲۹ فيصده دي.
پاکستان کې ښځو سره امتيازي چلن ۷۳ فيصده او هند کې ۲۵ فيصده دی.
ښځو ته د برخې، انصاف او امنيت کولو دپاره ائس لېنډ، ناروی او سوئټزرلېنډ غوره ملکونه ګرځول شوي دی.