لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش او طالبان په لغمان کې په جګړه ورغلي


ه دې وروستيو کې داسې خبرونه مخې ته راغلي وو چې په خوږياڼو کې داعش او طالبان بيا په جګړه ورغلي
ه دې وروستيو کې داسې خبرونه مخې ته راغلي وو چې په خوږياڼو کې داعش او طالبان بيا په جګړه ورغلي

د پاکستان سره په پوله پرتې افغان صوبې ننګرهار کې د جګړې وروستو داعش او طالبان اوس په لغمان صوبه کې په جګړه ورغلي دي.

د راپورونو ترمخه د لغمان په الینګار ولسوالۍ، ضلع کې د دواړو ډلو په جګړه کې دواړه غاړو ته مرګ ژوبلې اوختي خو کره شمېره لا نه ده مالومه شوې.

په سيمه کې يو پوځي مشر شيرين اقا فقيري پخلی کړی چې د پرون، چهارشنبې راهسې په نورلام دره کې د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده، او نوموړي جګړه کې د طالبانو د دوه کمانډرانو د وژنې ويلي دي.

چارواکي وايي داعش ته هم په جګړه کې درنه مرګ ژوبله اوختې ده، او دواړه ډلې لګيا دي خپل تندلاري وسله وال جګړې ته راټولوي.

داعش او طالبانو په خپله د جګړې په اړوند لا څه نه دي ويلي. د لغمان الينګار ولسوالۍ په اړه ويل کیږي ډېرې برخې يې د طالبانو په لاس کې دي.

دولتي چارواکو ويلي د دواړو ډلو د لرې کولو دپاره به عمليات وکړي.

د اکتوبرد میاشتې په وروستيو کې دواړه تندلارې ډلې د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې په جګړه ورغلې او دواړو غاړو ته پکې د مرګ ژوبلو ويل شوي وو.

په دې وروستيو کې داسې خبرونه مخې ته راغلي وو چې په خوږياڼو کې داعش او طالبان بيا په جګړه ورغلي او ويل شوي وو داعش د طالبانو نه ځينې سيمې نيولي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG