لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني د اسیازړه-استنبول پروسې غونډې دپاره ازربايجان ته تلی


ښاغلی غني به د دې ناستې په څنډه کې د اذربایجان صدر سره په ناسته کې په بېلابېلو برخو کې په همکارۍ خبرې وکړي.
ښاغلی غني به د دې ناستې په څنډه کې د اذربایجان صدر سره په ناسته کې په بېلابېلو برخو کې په همکارۍ خبرې وکړي.

د افغانستان صدر اشرف غني د پنجشنبې يا زيارت په ورځ د اسیازړه-استنبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د ګډون دپاره د ازبايجان پلازمينې باکو ته تلی دی.

صدارتي ماڼۍ ارګ ويلي، اشرف غني به په دې دوه ورځني سفر کې" د اسیازړه پیاوړې سیمې په لور د امنیت او اقتصاد " تر عنوان لاندې د اسیازړه-استنبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو په اوومه ناسته کې د ګډون ترڅنګ د افغانستان د وضعیت او سیمه ییزې همکارۍ په اړه خبرې وکړي".

ښاغلی غني "به د دې ناستې په څنډه کې د اذربایجان صدر سره په کتنه کې په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزه همکاریو د لا پیاوړتیا او سیمه ییزې همکارۍ د پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړي".

د ارګ وياند شاه حسېن مرتضوي د زيارت په ورځ ويلي صدر اشرف غني به د اسيا زړه د غونډې په څنډه کې د ازربايجان سره اووه لوظنامې لاسليک کړي.

د ارګ د بيان ترمخه د افغانستان او ازربايجان ترمنځ به "دوه اړخيزه پانګونو او همکارۍ ته د ودې، د امنيت او قانون واکمنۍ، د هوایي خدمتونود همکارۍ، په اقتصادي او تجارتي برخو کې د همکارۍ، د لوړو زده کړو او پوهنې په برخو کې د دوه اړخیزه همکاریو په لوظنامو لاسليک وشي".

مرتضوي ويلي "دغه پروژې، نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د لاسرسي لپاره لاره هواروي او افغانستان د سیمې له هېوادونو سره نښلوي".

نوموړي ويلي د دغو پروژو نه په استفادې سره به افغان وکولای شي چې خپل توکي په لږ وخت او کمه بيعه د نړۍ بازارونو ته ورسوي.

د افغانستان د مالیې د وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی ویلي د اسيا د زړه غونډه کې به د ازربايجان د پانګوالو په افغانستان کې پانګونې ته هڅول کوي.

نوموړي ويلي افغان حکومت هڅه کوي چې افغانستان د سيمې د اقتصاد او سوداګرۍ سره وتړي.

د صدر اشرف غني سره د باکو په سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د منځنۍ اسیا هېوادونو په چارو کې د صدر ځانګړی استازی شاکر کارګر او د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي ریاست د سټراتیژیکو اړیکو او رسنیو مرستیال محمد هارون چخانسوري هم ملګري دي.

د اسيا زړه استنبول پروسه

د اسيا زړه استنبول پروسې بنیاد په کال ۲۰۱۱م کې د ترکي په استنبول ښار کې اېښودی شوی، دا پلېټ فارم افغانستان سره همکاري او په دغه هېواد کې ثبات ته کړنلاره برابروي او مني چې خوندي او خوشحاله افغانستان د اسيا دپاره مهم دی.

دغه رنګ د دې پروسې د جوړولو يو مقصد دا دی چې د افغانستان او ګاونډي هېوادونو ګټو ته ورپېښو چېنلجونو ته ځواب اووايي.

د اسيا زړه غونډه کې د ۴۰ نه زیاتو هېوادونو استازي برخه اخلي، او تېر کال يې شپږمه غونډه د هند په امرتسر ښار کې شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG