لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني په سيمه ييز هېوادونو د ترهګرۍ پرضد يو کېدو غږ کړی


صدر اشرف غني په باکو کې د اسيا زړه استنبول پروسې غونډه کې
صدر اشرف غني په باکو کې د اسيا زړه استنبول پروسې غونډه کې

افغان صدر اشرف غني د اسيا زړه غونډې ته په وېنا کې ويلي افغانستان د ترهګرۍ د ګواښونو پرضد مبارزه کې دې ته ژمن دی چې په سیمه کې د ټولو هېوادونو سره مرسته وکړي.

نوموړي دغه خبرې د ازربايجان په پلازمينه باکو کې د اسيا زړه استنبول پروسې اوومې غونډې ته په وېنا کې کړي دي.

ښاغلي غني افغانستان ته په سيمه کې د ترهګرو ډلو د ګواښونو په اړوند ويلي، او "د سيمې د هېوادونو نه يې د پوره مرستې او تګلارې جوړولو غوښتنه کړې چې د دغه ګواښ نوغی اوباسي".

اشرف غني ويلي د ترهګرۍ پرضد جګړه يواځې د افغانستان او سيمې ستونزه نه ده ترهګري انسانيت ته ګواښ دی.

ښاغلي غني زياته کړې افغان حکومت د پاکستان سره د حکومت په کچه خبرو ته تيار دی، هغه ويلي "مونږ په سيمه کې د ترهګرۍ پرضد ګواښ کې ټولو ملګرو هېوادونو سره مرستو غځولو ته تيار یو".

افغان صدر د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا په هکله ويلي چې اوس افغان ځواکونه د دفاعي حالت څخه وتلي او د خپلو وسله والو مخالفانو او نشه یې توکو د قاچاقبرانو پر وړاندې يې عملیات پېل کړي دي.

اشرف غني ویلي طالبان د نشه يي توکو کاروبار کوي او پوښتنه يې کړې، چې طالبان پرته د ملاتړ او پناه ځایونو د شتون څخه عملیات څنګه کولی شي.

کابل د اوږدې مودې نه په پاکستان کې تور لګوي چې په خپله خاوره يې د حقاني شبکې ترهګرو ته پناه ورکړې او د هلته نه د دغه هېواد د استخباراتي ادارې په ملاتړ په افغانستان کې ترهګري کوي، اسلام اباد دغه تورونه رودي.

هغه دا هم ويلي چې د افغانستان دپاره د امريکا نوې تګلاره د طالبانو او د هغو ملاتړو ته پېغام دی چې دغه جګړه نشي ګټلی.

اشرف غني وويل افغانستان کې د سولې د راتلو يواځينې لاره د خبرو ده.

د ارګ وياند شا حسېن مرتضوي ويلي افغان صدر به د ازربايجان د صدر سره په بېلابیلو برخو کې اووه لوظنامې لاسليک کړي.

د صدر اشرف غني سره د باکو په سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د منځنۍ اسیا هېوادونو په چارو کې د صدر ځانګړی استازی شاکر کارګر او د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي ریاست د سټراتیژیکو اړیکو او رسنیو مرستیال محمد هارون چخانسوري هم ملګري دي.

د اسيا زړه استنبول پروسه

د اسيا زړه استنبول پروسې بنیاد په کال ۲۰۱۱م کې د ترکي په استنبول ښار کې اېښودی شوی، دا پلېټ فارم افغانستان سره همکاري او په دغه هېواد کې ثبات ته کړنلاره برابروي او مني چې خوندي او خوشحاله افغانستان د اسيا دپاره مهم دی.

دغه رنګ د دې پروسې د جوړولو يو مقصد دا دی چې د افغانستان او ګاونډي هېوادونو ګټو ته ورپېښو چېنلجونو ته ځواب اووايي.

د اسيا زړه غونډه کې د ۴۰ نه زیاتو هېوادونو استازي برخه اخلي، او تېر کال يې شپږمه غونډه د هند په امرتسر ښار کې شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG