لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جېم مېټس به په پاکستان سېوا فشار اچوي


د اکتوبر په مياشت کې جېم مېټس ويلي ؤ امریکا د پاکستان په اړوند د کوم ګام اخستو نه وړاندې دغه هېواد ته يوه بله موقع ورکوي
د اکتوبر په مياشت کې جېم مېټس ويلي ؤ امریکا د پاکستان په اړوند د کوم ګام اخستو نه وړاندې دغه هېواد ته يوه بله موقع ورکوي

د امريکې د دفاع وزير جېم مېټس چې د جمعې د ورځې نه څلور هېواديزه سفر پېل کړی، ويل کيږي نوموړی به په پاکستان فشار اچوي چې د وسله والو تندلارو ډلو سره د خپلو تورنو اړيکو لاس واخلي.

د وي او ای د خبر ترمخه د جېم مېټس په سفرکې به مهم لومړيتوب افغانستان وي چرته چې امريکايي او د نېټو ځواکونه د ۱۶ راهسې د طالب وسله والو سره په جګړه کې ښکېل دي.

د صدر ټرمپ د اګست په میاشت کې د افغانستان دپاره اعلان کړې پاليسۍ لاندې امریکا افغانستان ته نور پوځي سرتيري ليږی او د هوايي ځواک توان او عملیات زياتوي.

د افغانستان دپاره جوړ امريکايي پلان کې ګاونډي پاکستان هم شامل دی، په چا باندې چې امريکا د اوږدې مودې نه د افغان طالبانو د پاللو تور لګوي.

د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ د اګست په میاشت کې د افغانستان په اړوند خپلې اعلان کړې تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې چې د امريکا نه امداد اخلي او په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي دي، نوموړي ګواښ کړی ؤ چې امريکا به د پاکستان په دغه رويه نوره غلې پاتې نشي.

اسلام اباد وايي په خاوره يې ترهګرې ډلې شتون نه لري او د تندلارو وسله والو په ضد يې بې طرفه عملیات کړي دي.

د اکتوبر په مياشت کې جېم مېټس ويلي ؤ امریکا د پاکستان په اړوند د کوم ګام اخستو نه وړاندې دغه هېواد ته يوه بله موقع ورکوي چې د وسله والو تندلارو د ملاتړ نه لاس واخلي.

څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مشر جنرال نيکلسن ويلي پاکستان د صدر ټرمپ د بيان باوجود د تندلارو د ملاتړ پرېښودو رويه نه ده بدله کړې.

نوموړي ويلي د افغان طالبانو د سر مشران اوس هم په پاکستان کې دي.

راپورونه وايي د پاکستان د کوم اقدام نه کولو په صورت کې امريکا په دې غور کوي چې په پاکستان کې ډرون سېوا کړي يا يې د غېر نېټو هېواد حيثيت ختم کړي.

دغه رنګ امريکا پاکستان د ترهګرو پالونکی ملک ګرځولی شي او ځينې پاکستاني مشرانو باندې د طالبانو سره د اړيکو په سر بندېزونه هم لګولی شي.

امريکايي څيړونکي وايي ښکاري امريکا به پاکستان ته د څو اوونو پورې نور وخت ورکړي چې پاکستان څه کوي.

راپور وايي که د امريکا او پاکستان اړیکې ترينګلې کيږي نو پاکستان به په افغانستان کې امريکايي او نېټو ځواکونو ته د تلونکي سامان لار بنده کړي، څنګه يې چې په کال ۲۰۱۱م کې کړي وو او دا به د امريکا دپاره تاواني وي.

امريکايي او نېټو ځواکونو ته د پاکستان د کراچۍ بندر د لارې افغانستان ته سامانونه وړل کيږي.

خو بل لور ته به امريکا خپلې اړيکې د پاکستان ګاونډي مخالف هند سره خپلې اړيکې سېوا کړي په کوم باندې چې پاکستان تل اندېښنې څرګندوي.

څيړونکي وايي امريکا د ډېرې مودې نه پاکستان ته صبر وکړو چې د افغانستان په اړوند خپل خيال بدل کړي خو اوس داسې ښکاري او وخت رانزدې دی چې امريکا به د پاکستان په ضد سخت ګامونه پورته کوي.

د جېم مېټس د سفر اصل تمرکز يا توجه به د ترهګرۍ په اړوند وي، هغه به مصرته ځي، کوېت او اردن کې به هم پاتې شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG