لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جلال اباد کې د يو ځايي ټي وي ودانۍ څنګ ته چاؤدنې شوي


چارواکو ويلي اول يوه چاؤدنه شوې او وروستو په نورو چاؤدنو کې امنيتي سرتيري هدف شوي دي.

د ننګرهار مرکز جلال اباد کې د يو ځايي ټي وي، رېډيو چېنل د ودانۍ څنګ ته پرله پسې درې چاؤدنو کې دوه تنه وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.

د ننګرهار د ګورنر وياند عطاالله خوږياڼي ويلي چاؤدنې د انعکاس ټيلي ويژن د ودانۍ څنګ ته شوي او نوموړي په چاؤدنو کې د يو تن د وژل کېدو او څلورو ژوبلېدو ويلي دي.

ځينې ځايي مطبوعاتو ويلي په چاؤدنو کې درې تنه وژل شوي دي چې پکې دوه امنيتي سرتيري هم شامل دي.

چارواکو ويلي اول يوه چاؤدنه شوې او وروستو په نورو چاؤدنو کې امنيتي سرتيري هدف شوي دي.

د انعکاس ټي وي یو کارکوونکي صالح محمد ويلي پېښه کې يې ملګرو ته زيان نه دی اوختی خو په ودانۍ يې يو ميزايل لګېدلی او يو څه زيان يې ورته اړولی دی.

تر اوسه کومې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې د دغو چاودنو زمه واري نه ده منلې خو ويل شوي انعکاس ته د وسله والو لخوا ګواښونه کېدل.

تېره مياشت په کابل کې د شخصي ټيلي ويژن شمشاد په دفتر بريد شوی ؤ او د دفتر څلور امنيتي کارکوونکي پکې وژل شوي وو.

داعش ډلې د دغه بريد زمه واري منلې وه.

XS
SM
MD
LG