لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حافظ سعيد په راتلونکو عامو انتخاباتو کې د برخې اخستو اعلان کړی


حافظ سعيد نزدې لس مياشتې په لاهور کې په خپل کور کې د نظربندۍ وروستو تېره مياشت خوشي کړی شوی دی.
حافظ سعيد نزدې لس مياشتې په لاهور کې په خپل کور کې د نظربندۍ وروستو تېره مياشت خوشي کړی شوی دی.

په ترهګرۍ تورن حافظ سعيد اعلان کړی چې د هغه ډله جماعت الدعوه به په راتلونکو عامو انتخاباتو کې برخه اخلي.

حافظ سعيد نزدې لس مياشتې په لاهور کې په خپل کور کې د نظربندۍ وروستو تېره مياشت خوشي کړی شوی دی.

حافظ سعيد د امريکا او ملګرو ملتونو لخوا د ترهګرې ګرځول شوې ډلې جماعت الدعوه مشر دی، کومه ډله چې له دې وړاندې د لشکرطيبه په نوم وه.

امريکې د حافظ سعيد په خوشي کېدو اندېښنه څرګنده کړې او پاکستان ته يې خبرداری ورکړی ؤ چې د هند په ممبۍ ښار کې په ترهګرۍ تورن حافظ سعيد بيرته ونيسي محاکمه يې کړي کنه د پاکستان او امريکا اړيکې به اغېزمنې شي.

د ټربيبون ورځپاڼې ترمخه حافظ سعيد د شنبې په ورځ لاهور کې د کالم ليکونو يوې ډلې سره خبرو کې ويلي راتلونکو عامو انتخاباتو کې به برخه اخلي.

هغه ويلي غواړي چې د دغه لارې د کشمير مسله د نړۍ په وړاندې رااوچته کړي.

امريکې په کال ۲۰۱۲م کې د حافظ سعيد په مالومولو د ۱۰ملينه ډالرو انعام اېښودی ؤ.

سپينې ماڼۍ د حافظ سعيد د خوشي کولو غندنه کړې او ويلي يې ؤ، دا د ترهګرۍ ضد نړيوالې جګړې ته د خفګان پېغام دی، کومې جګړې سره چې پاکستان ژمنه کړې په خپله خاوره به ترهګرو ته ځای نه ورکوي.

سپينې ماڼۍ ويلي، "که پاکستان حافظ سعيد د هغه د کړو جرمونو په سر د قانون منګولو ته نه راولي، نو د دې اغېزې به په دوه اړخيز اړیکو وي او پاکستان به د نړیوال غبرګون سره مخامخ شي".

د پاکستان د بهرنو چارو وزارت ویلي ؤ حافظ سعيد يې د عدالت په امر د قانون ترمخه خوشی کړی دی، او پاکستان د هر ډول ترهګرۍ غندنه کوي.

حافظ سعيد وايي د امريکا او هند په فشار په کور کې بند کړی شوی ؤ.

د روان کال ستمبر په مياشت کې لاهور کې د قامي اسمبلۍ اېن ای ۱۲۰ باندې ضمني انتخاباتو کې د ملي مسلم ليګ په نوم نوې سياسي ډلې برخه اخستې وه کومه ډله چې ويل کيږي د جماعت الدعوه ده.

که څه هم دغې ډلې زيات ووټونو نه ؤ ترلاسه کړي خو حافظ سعيد وايي که ملي مسلم ليګ انتخابات ګټي نو د کشمير په مسله به کار کوي.

کشمير د پاکستان او هند د بيلدو راهسې لانجمنه علاقه پاتې شوې او د ۱۹۴۷ راهسې دغلته شخړه روانه ده، پاکستان او هند دواړه په کشمير ادعا کوي.

هند تور لګوي په کشمیر کې ورسره د پاکستان په ملاتړ غېر رياستي عناصر په جګړه دي خو پاکستان وايي د کشميريانو اخلاقي او سياسي ملاتړ کوي او تور لګوي هند په کشمیر کې د بشري حقونو سرغړونه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG