لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې داعش په تېښته ده، اشرف غني


اشرف غني د افغانستان د ملي او دفاعي ځواکونو ستاينه کړې چې د ملک دپاره قربانۍ ورکوي.
اشرف غني د افغانستان د ملي او دفاعي ځواکونو ستاينه کړې چې د ملک دپاره قربانۍ ورکوي.

د افغانستان صدر اشرف غني ويلي افغانستان کې داعش ترهګره ډله په تېښته ده او افغان ملي دفاعي ځواکونو نهه ولسوالۍ د داعش څخه پاکې کړي دي.

صدر غني ويلي "د داعش په ضد ملي دفاعي ځواکونو ۳۰۰ عمليات کړي دوي ته يې ماتې ورکړې او ډېری يې د مينځه وړي دي".

ښاغلي اشرف غني د شنبې يا خالي په ورځ د کورنیو چارو له وزارت څخه د دفاع وزارت ته د افغان سرحدي ځواکونو د لیږد په مناسبت یوې غونډې ته وینا کې دغه خبرې کړي دي.

نوموړي ويلي "هرڅوک چې ادعا کوي چې د هېواد یو عالي رتبه غړی یا د منځنۍ کچې مامور او یا نور د داعش سره ملګري دي، جرات دې وکړي محکمې ته دې حاضر شي او خپله ادعا دې ثابته کړي کنه څادرې دې واغوندي".

په تېرو ورځو کې د پارلیمان ځينې غړو او د طالب وسله والو لخوا په افغان او د نېټو ځواکونو په چارواکو تورونه لګېدلي وو، چې د داعش سره يې اړیکې دي.

نوموړي د افغانستان د ملي او دفاعي ځواکونو ستاينه کړې چې د ملک دپاره قربانۍ ورکوي.

هغه ويلي د امنيتي ادارو په "مشرتابه د هغه او ټول قام اعتماد دی او دوي د ملک امنيت په ځای ساتي".

نوموړي په افغانستان کې د امريکا او بهرنو ځواکونو مشر جنرال نيکلسن خصوصي مننه کړې چې د افغان اولس ملګري دي.

هغه امريکايي جنرال ته په مخاطب کولو ويلي "افغانان په تاسو باور لري او د صدر په حېث ورته نوموړي خپل باور ورکړی چې ملاتړ يې کوي".

ښاغلي غني ويلي "نن تاسو په خپلو قربانو د افغانستان د خلکو اعتماد ګټلی او زه په تاسو وياړم".

اشرف غني د ملي امنيتي ځواکونو په اړوند تفصيلي خبرې کړي او د ارګ څخه جاري شوي بيان ترمخه صدر د خپلو خبرو په پای کې وويل،

" مونږ باید متحد او یوموټی ملت پاتې شو، د نورو او پردیو وسیله نه شو چې خپل بچیان مایوسه کړو، له همدې امله ضروري ده چې په داخل کې او له پاکستان سره سوله او له ترهګرو سره جنګ له یوه بل څخه جدا کړو".

په دغو مراسمو کې جنرال نيکلسن هم خبرې کړ ي او ويلي يې دي،

" مونږ د ترهګرۍ پر ضد دا جګړه چې له انسانیت څخه په استازیتوب مو پېل کړې ده، په بریالیتوب سره باید پای ته ورسوو".

هغه د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په وېنا کې وویل،

"تاسې ورځ تر بلې ښه او پیاوړي کېږئ، طالبان موقع نه لري، یا دې خبرې وکړي او یا دې لمنځه ولاړ شي. د نړۍ د خلکو په استازیتوب د ترهګرۍ پر ضد ستاسې مبارزه مخ په وړاندې ځي، نړۍ او امریکايي ځواکونه به ستاسې ترڅنګ پاتې شي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG