لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بیت المقدس:دامریکایي پریکړې په ضد دافغانستان اؤ‌ اسلامي هیوادونو سخت احتجاج


د بیت المقدس ښار
د بیت المقدس ښار

دنړۍ دنورو اسلامي هیوادونو په څیر افغان حکومت هم د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د اسرائیل د پلازمینې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پېژندلو په اعلان خپل سخت غبرګون ښودلی اؤ ویلي یې دي چې دغه اقدام د مسلمانانو احساسات زیانمن کړي .

په عین حال کې دامریکایي پریکړې په اړوند دیو ګډ دریځ خپلولو دپاره دترکي صدر رجب طیب اردغان داسلامي هیوادونو د تنظیم او ایي سي بیړنۍ غونډه په ۱۳م دسمبر رابللې ده.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ (ارګ ) څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې په دې خبره خوښي ښودل شوې چې بیت‌المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال د پریکړې په وړاندې یوه نړیواله اجماع شته، چې د بیت المقدس په هکله یواړخیز تصمیم نه شي نیول کېدلی.

ارګ وايي، چې دغې مسلې ته باید د سولې په عمومي چوکاټ کې دایمي حل وموندل شي.

د ارګ په اعلامیې کې راغلي "نیول شوی تصمیم د نړۍ د ټولو مسلمانانو د احساساتو د زیانمن کېدو لامل شوی او په منځي ختیځ کې د سولې پروسه له خطر سر مخ کوي، له همدې امله په دې اړه د فلسطین له ګډون او د خپلواک دولت له حل لارې پرته هر یو اړخیز اقدام په مثبته پایله او دایمي حل لاره نه بدلېږي".

دا اعلامیه وايي، د ملي یووالي حکومت او افغان ولس د نړۍ له ټولو مسلمانانو سره د یو خپلواک دولت لرلو په موخه د فلسطین د خلکو د برحقه غوښتنو د تامین غوښتونکي دي.

اردن اؤ فلسطین هم دامریکایي پریکړې په ضد د ګډ دریځ خپلولو دپاره دعرب هیوادونو د تنظیم عرب لیګ د بیړنۍ غونډې رابللو خواست کړی دی.

په یروشلم کال ۱۹۶۷ کې دعرب اؤ اسرائیلو دجګړې په مهال اسرائیل قبضه کړې وه ،

له دې وړاندې ددغه ښار واک د اردن په لاس کې ؤ.

دیروشلم په لرغوني ښار کې د مسلمانانو اؤ عیسیائیانو د مقدسو مقاماتو پالنه اوس هم د اردن د حکومت یوه اداره کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG