لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېف سي ار به راتلونکې اوونۍ کې ختم شي، قادر بلوڅ


بلوڅ ويلي، " اېف سي ار تور قانون دی، دا ضروري ده چې د دې نه ځان خلاص کړو او د يوې اوونۍ پورې به دغه قانون لرې کړی شي".
بلوڅ ويلي، " اېف سي ار تور قانون دی، دا ضروري ده چې د دې نه ځان خلاص کړو او د يوې اوونۍ پورې به دغه قانون لرې کړی شي".

د پاکستان د سرحداتو او رياستونو مرکزي وزیرعبدالقادر بلوڅ وايي د قبايلي سيمې فاټا نه به د انګرېز جوړ تور قانون راتلونکې اوونۍ پورې ختم کړی شي.

عبدالقادر بلوڅ دغه خبره د فاټا اصلاحاتو دپاره جوړې حکومتي کمېټۍ د مشر سرتاج عزيز سره ګډې خبري غونډې ته په وېنا کې کړې ده.

بلوڅ ويلي، " اېف سي ار تور قانون دی، دا ضروري ده چې د دې نه ځان خلاص کړو او د يوې اوونۍ پورې به دغه قانون لرې کړی شي".

د بلوڅ په وېنا د اېف سي ار د ختمولو دپاره د خېبرپښتونخوا ګورنر ته ويل شوي چې په دغه اړوند د ملک صدر ته مسوده وليږي.

هغه ويلي راتلونکې اوونۍ کې به صدر ته سمري ولېږل شي او د فاټا نه د راهدارۍ ټېکس هم ختمول کيږي.

په دغه مهال سرتاج عزيز وويل، داسې نه ده چې د فاټا په اصلاحاتو کار نه کیږي، هغه وويل د فاټا په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډولو دپاره ټاکلی وخت نه ورکوي د وخت سره به خپله دغه عمل هم ترسره شي.

د سرتاج عزيز په وېنا د فاټا اصلاحاتو دپاره جوړې کمېټۍ خپل رپورټ بشپړ کړی د سترې محکمې او د خېبرپښتونخو، بلوچستان هائيکورټونو کې د فاټا دپاره څانګو جوړولو په اړوند په قانون جوړولو هم کار سرته رسېدلی دی.

هغه ويلي د قبايلي سيمې د پرمختګ دپاره د ټولنيزې پرمختيا (سوشل ډويلپمنټ فنډ) لاندې ۱۰ کلن پلان جوړ کړی شوی د کوم لاندې به چې سيمې ته هر کال ۱۰۰ اربه روپۍ ورکړی کيږي خو دا فنډ به منظورلی شي.

نوموړي دا هم ويلي چې يو ځل فاټا په قانوني، انتظامي، اقتصادي او امنيتي برخه کې قامي چوکاټ ته راوستی شي نو بیا به په خېبرپښتونخوا صوبه کې هم شامله کړی شي.

د سرتاج عزيز په وېنا فاټا کې به ليويز ځواک پراخه کولی شي او وروستو به ليويز په پوليس بدلولی شي.

هغه دا هم وويل د ټاکنو د کمېسون سره يې په دې خبرې روانې دي چې راتلونکو عامو انتخاباتو کې د قبايلي سيمې نه د خېبرپښتونخوا صوبايي اسمبلۍ دپاره چوکۍ ورکړی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG