لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپینه ماڼۍ:دصدر ټرمپ پریکړه به امن ته زیان نه رسوي


ویاندې وویل چې دفلسطین اؤ اسرائیل د شخړې دخیل اړخونه یو تړون ته رسیدل غواړي اؤ امریکه هم ددې خبرې پلوي ده.
ویاندې وویل چې دفلسطین اؤ اسرائیل د شخړې دخیل اړخونه یو تړون ته رسیدل غواړي اؤ امریکه هم ددې خبرې پلوي ده.

امریکه دا تاثر رد کړی چې ګنې د صدر ډانلډ ټرمپ لخوا دبیت المقدس داسرائیل پلازمینې تسلیمولو سره امریکا په منځني ختیز کې دامن د روان عمل نه لاس اخستی دی.

خبریالانو سره خبرو کې د سپینې ماڼۍ ویاندې ساره هیکابي سینړرز ویلي دیروشلم په هکله صدر ټرمپ خپله وینا کې په ډاګه کړې وه چې امریکا د وړاندې په څیر دامن عمل سره تړل شوې ده اؤ په ټولو اړخونو به دخبرو اترو دپاره خپل فشار ته دوام ورکوي.

ویاندې وویل چې دفلسطین اؤ اسرائیل د شخړې دخیل اړخونه یو تړون ته رسیدل غواړي اؤ امریکه هم ددې خبرې پلوي ده.

دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ دچهارشنبې په ورځ دبیت المقدس داسرائیل دپلازمینې په توګه دمنلو اؤ دخپلې سفارتخانې تل ابیب نه یروشلم ته د منتقل کولو اعلان کړی ؤ چې په هغې دنړیوالې ټولنې اؤ اسلامي هیوادونو لخوا سخت غبرګون مخې ته راغلی ؤ.

فلسطیني چارواکو د صدر ټرمپ داعلان په غبرګون کې ویلي وؤ چې امریکه ددغه پریکړې نه وروسته منځني ختیز کې دامن عمل کې دیو بې طرفه منځګړي حیثیت دلاسه ورکړی دی اؤ د اسرائیل په ډاګیز ملاتړ یې ځان ددغه کشالې یو فریق جوړ کړی دی.

تر دې مهاله هیڅ یو ائتلافي هیواد دصدر ټرمپ داعلان په ملاتړ کې دخپلې سفارتخانې تل ابیب نه یروشلم ته د منتقل کولو اعلان نه دی کړی .

دسپینې ماڼۍ ویاندې ویلي هغه دداسې هیڅ یو هیواد په هکله معلومات نه لري چې ګنې هغه هم خپله سفارتخانه یروشلم ته منتقل کوي.

خو هغې دا هم وویل “زه داهم نه ویم چې هیڅ یو هیواد به داسې ونه کړي بلکې دخبرې مطلب مې یوازې دادی دداسې کوم هیواد په هکله معلومات نه لرم چې په دغه هکله سوچ کوي “

دامریکایي صدر داعلان نه وروسته اسرائیل کې د روسیې سفیر الیګزنډرشین ویلي وؤ‌ چې که چرې د فلسطینیانو اؤ اسرائیلو ترمینځ د سیمو د ویش ټولې چارې په روغه ترسره کیږي نو بیا روسیه هم خپله سفارتخانه لویدیز یروشلم ته منتقل کولی شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG