لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نورستان:دداعش جنګیالو سره نښته کې درې عسکر وژل شوي


داعش ډلې ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو مالومات نشته دی چې څومره کسان پکې مړه دي
داعش ډلې ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو مالومات نشته دی چې څومره کسان پکې مړه دي

دافغانستان د نورستان ولایت سیمه ییز مقامات وايي چې داعش وسله والو تېره شپه د واما ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه پوسته برید کړی او درې حکومتي عسکر یې وژلي دي.

د واما ولسوال عنایت الله امریکا غږ ته وویل چې جګړه تېره شپه ناوخته سیریګل سیمه کې په یوه امنیتي پوسته شوې چې له امله یې درې پولیس وژل شوي دي.

نوموړي وویل " داعش ډلې ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو مالومات نشته دی چې څومره کسان پکې مړه دي".

دا په نورستان کې د داعش ډلې او افغان ځواکونو تر منځ لومړنۍ جګړه ده.

د نورستان د ولایتي شورا رییس انجنیر سعد الله پاینده زوی هم دغه جګړه تایید کړې او وايي چې د بیګانۍ جګړې سیمه د کونړ د چپې درې ولسوالۍ سره نښتلې ده، ځکه نو ممکن د کونړ له سیمې داعش وسله وال د نورستان خاورې ته اوښتي وي.

نوموړی وايي چې په نورستان کې د داعش ډلې دغه ډول فعالیتونه ورته د اندېښنې وړ دي.

تر اوسه داعش ډلې ددغې جګړې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د نورستان د ګاونډي ولایت کونړ په ډېر شمېر سیمو کې هم داعش ډلې خپل فعالیت پیل کړی او په ځینو سیمو کې یې له حکومت سره مخامخ جګړې هم پیل کړې دي.

(د امریکا غږ اشنا په مننه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG