لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې دیوې کورنۍ ۱۰ کسان وژل شوي


دکابل دامنیه قوماندانۍ مرستیال حقنواز امریکا غږ اشنا ته ویلي دغه کسان په شخصي دښمنۍ وژل شوي
دکابل دامنیه قوماندانۍ مرستیال حقنواز امریکا غږ اشنا ته ویلي دغه کسان په شخصي دښمنۍ وژل شوي

د کابل ښار د پنځلسمې امنيتي حوزې اړوند د "پنجصد فاميلي" سيمې په يو کور کې دیو ماشوم اؤ څلورو میرمنو په ګډون لس تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

امنیتي چارواکي وایي دغه کسان تېره شپه شاوخوا دوه بجې د دې سيمې په يو کور کې د څلورو کسانو له خوا پر ډزو وژل شوي دي.

دکابل دامنیه قوماندانۍ مرستیال حقنواز امریکا غږ اشنا ته ویلي دغه کسان په شخصي دښمنۍ وژل شوي

هغه زیاته کړې ده "یو کال مخکې دوه کورنۍ په یو کور کې اوسیدلې چې خپلو کې یې جګړه کړې وه، پولیسو دیو اړخ خلک ونیول اؤ کله چې هغوئ له بنده خلاص شول نو اوس یې په بل فریق دا برید کړی اؤ لس کسان یې وژلي دي.

دسیمې یو اوسیدونکي مطبوعاتو ته ویلي په وژل شويو کسانو کې د يوې کورنۍ څلور ښځې، درې ماشومان اؤ دوؤ میلمنو په شمول درې سړي شامل دي.

د امنیه قومندانۍ مرستیال وویل، د پیښې عاملین له سیمې څخه په تیښته بریالي شوي دي او تر اوسه پولیسو په دې تړاو څوک نیولي نه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG