لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایي ایم ایف سره خبرو کې دپاکستاني روپۍ په ارزښت غورځولو اتفاق


دجمعې په ورځ دپاکستانۍ روپۍ په ارزښت کې دکمي وروسته د ډالر ارزښت یو ناساپه درې روپۍ لوړ شوی ؤ.

دډالر مقابله کې د روپۍ دارزښت غورځیدلو څخه وروسته دپاکستاني چارواکو اؤ نړیوالې مالیاتي پنګې( ایي ایم ایف) ترمنځ خبرو اترو کې دروپۍ په ارزښت غورځولو صلاح راغلې ده.

دایي ایم ایف اؤ پاکستاني چارواکو ترمنځ دپاکستان دمعیشت په هکله دخبرو اترو لمړی پړاؤ سرته رسیدلی دی اؤ ټاکل شوې ده دواړه خواوې به دوه ورځې وروسته ټولو چارو ته غوڅ شکل ورکړي.

دجمعې په ورځ دپاکستانۍ روپۍ په ارزښت کې دکمي وروسته د ډالر ارزښت یو ناساپه درې روپۍ لوړ شوی ؤ.

پاکستان کې د ډالر ارزښت په داسې حال کې لوړ شوی چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی د تبادلې د نرخ باثباته ساتلو دپاره په نړیوال بازارکې لاسوهنه هغه وخت ګوزار خوړی شي چې کله په نړيوال بازار کې امريکايي ډالر سېوا کيږي.

د روپۍ د ارزښت غورځیدو نه ورستو دپاکستان چارواکو اؤ‌ ایي ایم ایف ترمیځ د معاشي تګلارې په اړوند دخبرو اترو لړۍ پیل شوې ده.

دپاکستان ددولتي بانک (ایس بي پي) یو لوړ پوړي چارواکي ډاڼ ورځپاڼې ته ویلي چې مرکزي بانک د څو کلونو راهسې دمارکیټ د توقعاتو پوره کولو دپاره تیرو ورځو کې د روپۍ په ازرښت کې د کمي وروسته دپیسو تبادله کولو په نرخ کې دبدلون اراده کړې وه.

دغه چارواکی وایي ددغه مقصد دپاره د۸م دسمبر ورځ ټاکل شوی وه ترڅو دوه میاشتې وړاندې دمعرفي کړل شوؤ نړیوالو بانډونو څخه دترلاسه شوؤ دوه نیمو اربو ډالرو پنګې باوري کړل شي.

سرچینې وایي ایي ایم ایف دپاکستان دبهرنو سکتورونو په کارکردګۍ اندیښنې لري خو په دغه اړوند دپاکستان دحکومت دعوې نورڅه وایي.

ځايي رسنۍ داسې هم وايي چې پاکستان له به د بهرنو او سي پېک سره په اړونده پروژو د قرضونو او د هغو د ګټو واپس کولو دپاره د بهر ملکي تبادلې د کچې ذخيرې سېوا کول وي او دهغې دپاره په برامداتو کې د اضافې نه بغېر بله لار نشته.

دسرچینو په وینا په ۱۱م دسمبر به ایي ایم ایف چارواکو ته خپلې اندیښنې په وړاندې کښیږدي.

دپاکستان لخوا دخزانې سکتر شاهد محمود به دایي ایم ایف د راپور جاج اخلي .

سرچینې وایي چې دواړو خواؤ ترمینځ دپاک چین اقتصادي لارې یا سي پیک په هکله هم خبرې اترې شوي دي.

دسي پیک دبیلابیلو پرمختیایي پروژو اندازه ۲۳ اربه ډالر لګول شوې ده چې هغې کې ۱۷ اربه ډالر دانرژۍ اؤ شپږ اربه د سړکونو جوړولو دپاره بیلې کړل شوي دي.

دایي ایم ایف اؤ دپاکستان دخزانې د وزارت د چارواکو ترمنځ د خبرو وروستي پړاؤ کې به منځني ختیز اؤ منځنۍ ایشیاء دپاره د ایي ایم ایف ډائریکټر جهاد ازعود هم برخه اخلي .

ګمان کیږي چې دایي ایم ایف ډله به دپاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره هم ویني اؤ ورسره به دتګلارې جوړؤلو لاره کې موجودو نیمګړتیاؤ خبرې کوي

XS
SM
MD
LG