لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

فلسطين دې په رسميت ریاست ومنل شي، عرب ليګ


عرب ليګ په قاهره کې په بېړنۍ غونډه کې دغه غوښتنه کړې ده،

د امريکايي صدر ډونلډ ټرمپ د بېت المقدس يا يروشلم په اړه د اعلان وروستو د عرب هېوادونو سازمان عرب ليګ په نړۍ غږ کړی چې فلسطين دې د يو خپلواکه رياست او بېت المقدس دې يې پلازمينه ومني.

عرب ليګ په قاهره کې په بېړنۍ غونډه کې دغه غوښتنه کړې ده، صدر ټرمپ د بېت المقدس د اسرايل د پلازمينې منلو اعلان کړی او ويلي ې د تل ابيب نه به خپله سفارتخانه هلته منتقل کړي.

د عرب ليګ د بهرنو چارو وزیرانو بېړنۍ غونډې چې د شنبې په ورځ شوې احمدابولغېت ويلي د امريکا دغه پرېکړه قبضې ته قانوني بڼه ورکول دي.

نوموړي په منځني ختيځ کې د ملګرو ملتونو د سولې د مذاکرات کار په حېثيت هم پوښتنې راپورته کړي دي.

ځينې عرب سفارتکارو وړانديځ کړی چې د ملګرو ملتونو په امنيتي شورا کې د امريکايي پرېکړې پرضد قرارداد وړاندې کړي.

د فلسطين د بهرنو چارو وزير رياض المالکي ويلي هغه هيله لري چې عرب ليګ به په سمدستي ډول د امريکا د پرېکړې په ضد د ملګرو ملتونو امنيتي شورا کې قرارداد وړاندې کړي.

د شنبې په ورځ قاهره کې دغه غونډه له هغې وروستو شوې چې درې ورځې د غزه پټۍ او د مصر پلازمينه کې په الازهر جومات کې مظاهرچيان په سړکونو راوتي دي.

په قاهره کې د غټ عیسايي چرچ او الازهر پوهنتون مشرانو ويلي دوی به د دسمبر په ۲۰ د قاهرې په سفر کې د امريکا د مرستیال صدر مايک پنس سره نه ويني.

د فلسطين صدر محمود عباس هم اعلان کړی هغه د پنس سره نه ویني ځکه چې امريکا د بېت المقدس په اړوند د سرې کرښې نه اوړېدلې ده.

پېرس کې د اسرايل وزيراعظم بېنجمن نېتن ياهو د سفر په مهال د فلسطين په حق کې لاريون شوی دی. نېن ياهو د فرانس صدر ايمويل مېکرون سره ويني چا چې د صدر ټرمپ پرېکړې ته خواشينونکې وېلې ده.

حماس ويلي د شنبې په ورځ د اسرايل په هوايي بريد کې د غزه پټۍ کې د دوي دوه وسله وال وژل شوي دي.

او د اسرايل پوځ ويلي هوايي بريد يې د وسلې جوړولو په دوه مرکزونو کړی دی.

د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو په بېړنۍ غونډه کې هم د امریکا پخواني ملګري همکار هېوادونه د بېت المقدس په اړوند د واشنګټن د پرېکړې نه په شا شوي دي.

د امنيتي شورا غړو د ټرمپ په پرېکړه نيوکې کړي چې دا به په سيمه کې د سولې عمل اغېزمن کړي او د کړکېچ ښکار سيمه به نوره د تندروۍ سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG