لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ننګرهار کې د داعش پرضد عمليات، کندوز کې ۷۶ طالبان وژل شوي


د دفاع وزارت په ټويټر د ۱۱ داعشيانو د وژنې ويلي دي.

د افغان چارواکو په وېنا امنيتي ځواکونو يې د پاکستان سره په پوله پرتې صوبې ننګرهار کې د داعش د تندلارو وسله والو په ضد تازه عمليات کړي او يو شمېر سيمې يې د تندلارو نه پاکې کړي دي.

بل لور ته په کندوز کې چارواکو ويلي د افغان ملي پوځ د کمانډو ځواکونو په پينځه ورځنو عملياتو کې د طالبانو ۷۶ وسله وال وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ويلي تېره شپه د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د داعش په ضد هوايي بريدونو کې تندلاور ته د سر زيان اړول شوی دی.

د دفاع وزارت په ټويټر د ۱۱ داعشيانو د وژنې ويلي دي.

دولت وزيري ویلي د داعش نه د ولسوالۍ پاکېدو پورې به عمليات دوام لري.

په سيمه کې د داعش په ضد په عملیاتو بوخت چارواکو ويلي عمليات مخ په وړاندې روان دي او يو شمېر سيمې د داعش نه بيرته نيول شوي دي، په دغو سيمو کې ځينې تېره میاشت داعش د طالبانو څخه نيولې وې.

د ځايي خلکو په وېنا خوږياڼو کې د بدامنۍ او وسله والو عملیاتو څخه د سيمې نه خلکو کډې هم کړي دي.

داعش د تازه عملياتو په اړوند څه نه دي ويلي.

په کندوز کې د پوځ وياند جاوېد سليم ويلي، د تېرو پينځه ؤ اوونيو راهسې په امام صاحب ولسوالۍ کې کمانډو ځواکونو عملیات ترسره کړي او څو کلي يې د وسله والو تندلارو نه پاکې کړي دي.

نوموړي ويلي نن د دوشنبې په ورځ عمليات پای ته رسېدلې، په عملياتو کې يو افسر وژل شوی او دوه کمانډو ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG