لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان: وسله وال بريد کې دوه پوځيان وژل شوي


د شمالي وزیرستان ځايي چارواکو په بريد کې د دوه پوځي سرتېرو ژوبلېدو پخلی هم کړی دی.

په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د پوځ په ګزمه بوخت ګاډي باندې وسله والو تندلارو برید کړی، برید کې د يو افسر په ګډون دوه پوځي سرتيري وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

پوځ نن د سه شنبې يا نهې په ورځ ويلي، "په شمالي وزيرستان کې د غرونو نه د پوځ په ګاډي د ترهګرو په ګاډي ډزو کې ۲۱ کلن سېکنډلفټننټ عبدالمعيد او ۲۱ کلن سپاهي بشارت وژل شوي دي".

د معيد تعلق د پنجاب ويهاړي او د سپاهي تعلق د ګلګت سره دی.

د بريد زمه واري په سمدستي ډول چا نه ده منلې.

د شمالي وزیرستان ځايي چارواکو په بريد کې د دوه پوځي سرتېرو ژوبلېدو پخلی هم کړی دی.

پوليټيکل چارواکو ويلي دغه پېښه د شمالي وزيرستان د مرکز ميران شا نه ۱۲ کلوميټره لويديځ پله په علي خېل کلي کې هغه وخت رامنځته شوې چې د پوځ ګاډي په ګزمه بوخت وو.

د پېښې وروستو امنيتی ځواکونو علاقه په ګېره اخستې د لټون عمليات يې پېل کړي اوګرزبندېز يا کرفیو په ځای کړی شوې ده.

دوه ورځې وړاندې د میران شا سره نزدې په درپه خېل علاقه کې يوه چاؤدنه شوې او درې ماشومان پکې ژوبل شوي وو.

يوه اوونۍ وړاندې په ميرعلي سيمه کې ځانمرګي بريد کې شپږ ځايي کسان وژل شوي وو، ويل شوي ؤ په دغه برید کې هم پوځ هدف ؤ خو د ځايي خلکو رکشه پکې په هدف شوې وه.

د پاکستان پوځ په کال ۲۰۱۴م کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو تندلارو په ضد د ضرب عضب په نوم عمليات کړي او ادعا يې کړې چې سيمه ېې د تندلارو وسله والو نه پاکه کړې ده.

خو په سيمه کې وخت په وخت د بريدونو رامنځته کېدو پېښو د سيمې خلک اندېښمن کړي چې د پوځي عملياتو او ادعاؤ باجود بدامني دوام لري.

XS
SM
MD
LG