لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

احسان الله احسان دې خوشی نه کړی شي، پېښور هايي کورټ


درې کاله وړاندې پېښور کې په ارمي پبلک سکول د کال ۲۰۱۴م د دسمبر په ۱۶م نېټه ترهګر برید کې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي چې زياتره يې ماشومان وو.
درې کاله وړاندې پېښور کې په ارمي پبلک سکول د کال ۲۰۱۴م د دسمبر په ۱۶م نېټه ترهګر برید کې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي چې زياتره يې ماشومان وو.

پېښور هايي کورټ حکم کړی چې د تحريک طالبان پاکستان ( ټي ټي پي) پخوانی وياند احسان الله احسان خوشی نه کړي، احسان الله احسان د روان کال اپرېل د میاشتې راهسې د پوځ په ولقه کې دی.

د پخواني طالب د بخښنې يا سزا نه ورکولو په ضد پېښور هايي کورټ کې خواست کوونکي وکيل فضل خان ډيوه رېډیو سره خبرو کې وويل، چې نن په اورېدنه کې د پېښور هايي کورټ مشر قاضي يحيٰ افريدي او جسټس اعجاز انور باندې ګډ بنچ حکم ورکړو،

چې " حکومت پاکستان دې هغه (احسان الله احسان) ازاد نه کړي او پلټنې دې روانې وي".

فضل خان اېډوکېټ د پېښور ارمي پبلک سکول په ترهګر بريد کې د وژل شوي زدکوونکي صاحبزاده عمرخان پلار دی.

هغه وويل اته مياشتې وړاندې يې د پېښور سترې محکمې ته د دې ويرې او اندېښنې له کبله خواست کړی ؤ چې هسې نه احسان الله احسان د سزا نه بچ شي.

هغه زیاته کړه دوي دا خواست هم کړی ؤ چې په طالب ويانددې په پوځي عدالت کې مقدمه وچلول شي او سزا دې ورته ورکړی شي.

خو نوموړی وايي د عدالت د وېنا باجود احسان په اړه مرکزي حکومت نه کولو چې د هغه سره څه روان دي، او د تېرې اورېدنې په شان نن د چهارشنبې په ورځ هم اټارني جنرال اېډوکېټ جنرال عدالت ته په يوه جمله ځواب کې وويل چې د هغه نه پلټنې روانې دي.

فضل خان وايي عدالت نن دا حکم وکړو چې احسان الله احسان ازاد نه کړي، ځکه د دوي څه قدرې تسلې وشوه چې عدالت څه خو وکړه او اوس که هغه خوشی کولی شي يا بخښلی شي نو د عدالت د حکم سرغړونه به وي.

خو نوموړی وايي زمونږ د لمړی سر نه دغه غوښتنه اوس هم په ځای ده چې د پېښور په ارمي پبلک سکول ترهګر بريد کې ککړ ټول خلک چې هغه هر څوک وي سزا دې ورته ورکړی شي.

درې کاله وړاندې پېښور کې په ارمي پبلک سکول د کال ۲۰۱۴م د دسمبر په ۱۶م نېټه ترهګر برید کې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي چې زياتره يې ماشومان وو.

د پاکستاني طالبانو تحريک د دغه بريد زمه واري منلې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG