لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ترهګرو ډلو سره په اړيکو خپل واک د لاسه ورکولی شي، د امريکا خبرداری


ټېلرسن ویلي پاکستان ګڼ شمېر ترهګرو ډلو ته په خپله خاوره پټې ځالې جوړې کړي او دغه ډلې ورځ په ورځ خوریږي او په ټولنه کې یې اثر په زیاتیدو دی.
ټېلرسن ویلي پاکستان ګڼ شمېر ترهګرو ډلو ته په خپله خاوره پټې ځالې جوړې کړي او دغه ډلې ورځ په ورځ خوریږي او په ټولنه کې یې اثر په زیاتیدو دی.

د امریکا حکومت پاکستان ته خبرداری ورکړی که چري اسلام اباد په دغه هېواد کې فعاله ترهګرو ډلو سره ا‌ړیکي ختمې نه کړي نو د دغو ډلو ذیاتېدونکي اغیز له امله حکومت واک د لاسه ورکولی شي.

د امریکا د بهرنو چارو وزیر ریکس ټېلرسن دا خبرداری په داسې حال کې ورکړی چې د واشنګټن او اسلام اباد دواړخیزه اړيکو او افغانستان کې د امن جوړولو لپاره د شریکو ګټو په غرض هلې ځلې بیا نوي کولو ته اړ دي.

د سه شنبې يا نهی په ورځ واشنګټن ډي سي کې یوې اولسي مباحثه کې ښاغلي ریکس ټیلرسن ویلي پاکستان کې د ترهګرۍ د نوغي ويستو دپاره پاکستان سره همکاري کول غواړي خو خارجه وزیر زیاته کړې يې ده پېل به پاکستان په خپله کوي چې د حقاني شبکې او نورو تندروه ډلو سره خپلې اړیکې غوڅې کړي.

د امریکا په مشرۍ کې پوځي ایتلاف د طالبانو مخې نیولو لپاره د افغانستان امنیتي ځواکونو مرستې کوي. افغانستان کې د امریکا پوځي چارواکي پدې ټینګار کوي چې د حقاني شبکې مشران ، د پاکستان استخباراتي اداري ايي ایس ايي په مرسته افغانستان کې د حملو منصوبې جوړوي.

ټېلرسن ویلي پاکستان ګڼ شمېر ترهګرو ډلو ته په خپله خاوره پټې ځالې جوړې کړي او دغه ډلې ورځ په ورځ خوریږي او په ټولنه کې یې اثر په زیاتیدو دی.

خارجه وزیر زیاته کړې پاکستاني مشران یی خبرداره کړي، کیدی شي دغه ترهګرې ډلې خپله توجه د کابل نه راوګرځوي او فېصله وکړي چې اسلام اباد د هدف کولو لپاره ډیر غوره دی. نوموړي غږ کړی که پاکستان د احتیاط نه کار وا نه خستو نو د هېواد واک د لاسه ورکولی شي.

هر څو که د ریکس ټیلرسن دې خبرو ته کوم رسمي غبرګون نه دی څرګند شوی خو د پاکستان یو جګ پوړي چارواکي د امریکا تورونه بې بنیاده بللي دي.

د غه چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وایس آف امریکا ته ویلي په تېرو درېو کالو کې د ترهګرۍ پرضد عملیاتو کې د پاکستان په خاوره موجود ټول ترهګر تنظیمونه مات کړی شوي دي. دغه چارواکي زیاته کړي دوه لکه عسکر یی اوس هم د افغانستان پولي سره په پرتو سیمو کې پراته دي چې دغه سیمې بیا د ترهګرو لاس ته ورنشي.

د پاکستان حکومت دا ژمنه هم کړې چې په خپله خاوره به د هر هغه ترهګر پر ضد ګامونه پورته کوي چې په افغانستان کې په تشدد کې لاس لري خو که چري د امریکا چارواکي اسلام اباد سره قوي استخبارات شریک کړي.

د نهی په ورځ د امریکا خارجه وزیر ریکس ټیلرسن اندازه ورکړې د امریکې لخوا به داسې استخبارات شریکول ځکه زر پیل کوي چې د پاکستان د ثبات په اړه ډیره اندیښمنه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG