لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستاني سېنېټران د ټرمپ پرېکړه غندي، خو د امريکې ويزې نه پرېږدي


پاکستان هم د هغو هېوادونو په ډله کې دى، چې اسرايل تر اوسه د مستقل هېواد په توګه په رسميت نه پېژني.

پاکستاني سنېټرانو د بېت المقدس په اړه د صدر ټرمپ پرېکړه غندلې خو په خپلو امريکايي وېزو چپه خوله پاتې شوي دي.

د صدر ټرمپ د هغې پرېکړې په خلاف چې بېت المقدس يې د اسرايلو پايه تخت اعلان کړی د پاکستان په سېنېټ کې يو قرارداد منظور کړی شوی دی.

۳۳ پاکستاني سېنېټرانو د ټرمپ د پرېکړې په خلاف تر قرارداد مخکې چې په ګډه منظور شو، پينځه ساعته خبرې وکړې او دغه پرېکړه يې وغندله.

د صدر ټرمپ د پرېکړې په ضد تر اوږدو خبرو وروسته يواځې يوې خبرې دغه پاکستاني سېنېټران چپه خوله کړل او مخونه يې سره شول.

سېنېټر محمدعلي سېف له دغو سېنېټرانو وپوښتل، چې که واقعي د بېت المقدس په اړه د دوى جذبات ريښتوني وي، نو د امريکې لپاره هغه ويزې دې پرېږدي، چې ټولو سېنېټرانو ته د دوو کلونو لپاره ورکړل شوي دي.

سېنېټر سيف د خپلې پوښتنې د ځواب لپاره په ټولو سېنېټران نظر تېر کړو خو ټول چوپه خوله وو او د ده پوښتنې ته يې ځواب ور نه کړو.

د پاکستان د انګرېزۍ ورځپاڼې ايکسپريس ټريبيون د دوشنبې په ورځ خبر خپور کړی ؤ، چې د سېنېټ د غړو تر منځ د خبرو تر تبادلې وروسته، سېنېټ خپله پېل کړې ايجنډا د غونډې په لومړۍ ورځ د دې لپاره وځنډوله، چې د بېت المقدس ستونزه وڅېړي.

پاکستان هم د هغو هېوادونو په ډله کې دى، چې اسرايل تر اوسه د مستقل هېواد په توګه په رسميت نه پېژني.

پاکستاني سېنېټرانو د صدر ټرمپ دغه اقدام د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا له پرېکړې ښکاره سرغړونه وبلله.

دوى زياته کړه چې د منځني ختيځ د امن د بهير د هر ډول خرابولو هڅه به د تاريخ تر ټولو ناوړه پرېکړه وي.

دوى د اسرايلي ځواکونو له خوا د بې ګناه خلکو وژنه په کلکه وغندله او ويې ويل چې "دا ثابتوي چې د امريکې وروستۍ پرېکړه پر بېت المقدس تېرى دى او مقصد يې فلسطينيان په جګړه کې ښکېلول دي".»

د سېنېټ په غونډه کې ځينو سېنېټرانو د سېنټ نورو غړيو ته وويل، چې له ډېرو جذباتو کار وانخلي او ځينو بيا ورته وړانديز وکړو، چې له امريکايي توکو او مصنوعاتو دي بايکاټ اعلان کړي.

د اکثرو سېنېټرانو له چوپتيا داسې ښکارېده چې دوى به د امريکې تر لاسه کړې دوه کلنې ويزې ختمې نه کړي.

XS
SM
MD
LG