لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فاټا په اصلاحاتو مخالفه ډلې په اېم اېم ای کې يو ځاې شوي


د اېم اېم ای د بيا فعاله کېدو اعلان د چهارشنبې په ماښام په کراچۍ کې شوی دی.
د اېم اېم ای د بيا فعاله کېدو اعلان د چهارشنبې په ماښام په کراچۍ کې شوی دی.

په پينځه ؤ مذهبي ډلو جوړ سياسي ايتلاف متحده مجلس عمل (اېم اېم ای) کې جماعت اسلامي او جمعيت علما اسلام (ف) ډلې د قبايلي سيمې فاټا د اصلاحاتو په اړه د يو بل مخالفه دي خو په اېم اېم ای کې يو ځای شوي دي.

د اېم اېم ای د بيا فعاله کېدو اعلان د چهارشنبې په ماښام په کراچۍ کې شوی چې پکې جماعت اسلامي، جمعيت علمااسلام (ف)، جمعيت علما پاکستان، مرکزي جمعيت اهلحديث او اسلامي تحريک پاکستان ډلې شاملي دي.

د انتخابي اتحاد دپاره جوړ اېم اېم ای د بيا فعاله کېدو د اعلان په وخت ويل شوي چې اېم اېم ای به د ۲۰۱۸م عام انتخابات د کتاب په نخښه کوي، خو د جمعيت علمااسلام (س) مشر مولانا سميع الحق د اېم اېم ای په ډلو کې نه دی ياد کړی شوی.

د اېم اېم ای د باني مولانا شاه احمدنوراني (مرحوم) په کور د هغه زوي شاه اوېس نوراني د اتحاد بيا راژوندي کولو د اعلان په وخت وويل چې د فاټا د اصلاحاتو په اړه به دوي په يوه مياشت کې خپله تګلاره وړاندې کړي.

مولانا فضل الرحمان د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو مخالفت کوي او وايي د سيمې د خلکو نه دې په دغه اړوند د رېفرنډم د لارې پوښتنه وشي، مولانا دا هم ويلي چې دا د امريکا ايجنډا ده چې فاټا دې په خېبرپښتونخوا کې ورګډه شي.

بل لور ته جماعت اسلامي د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو دپاره د خېبرايجنسۍ نه تر اسلام اباد پورې لاريون هم کړی دی.

جماعت اسلامي په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ايي) ډلې د حکومت سره په اتحاد کې ده، خو جمعيت علمااسلام (ف) د پي ټي ايي سخته مخالفه ده.

او جمعيت علمااسلام (ف) په مرکز کې د مسلم ليګ ن سره په اتحاد کې ده، خو پي ټي ايي د مسلم ليګ ن سخته مخالفه ډله ده.

د اېم اېم ای د بحالۍ په اعلان کې ويل شوي چې دغه دواړه ډلې به څنګه د حکومتونو سره اتحاد پرېږدي په دې به وروستو خبرې کولی شي.

دمذهبي ګوندونو دغه ايتلاف دکال ۲۰۰۲م نه تر ۲۰۰۷م پورې په خېبرپښتونخوا صوبه کې حکومت کړی و او د دوي د واکمنۍ په مهال سیاسي مخالفینو په متحده مجلس عمل تور لګولو چې صوبه کې یې د طالبانو په څېر واکمني جوړه کړې ده.

دپاکستان د مذهبي ګوندونو دغه ايتلاف په کال ۲۰۰۲م کې دمولانا فضل الرحمان په مشرۍ جوړ شوی ؤ چې پینځه کاله یې په خیبر پښتونخوا صوبه واکمني کړې وه.
داېم اېم ای د حکومت په مهال د هغوي سیاسي مخالفینو تور لګولو چې دغه مذهبي اتحاد خیبر پښتونخوا کې دطالبانو په څیر واکمني جوړه کړې اؤ د پښتنو کلتور او ټولنیز ژوند ته یې سخت زیانونه اړولي دي.
هم د دغه حکومت په مهال دپيښور د ډبګرۍ سیمې نه هنرمندان ویستل شوي، عکس لرونکي سائن بورډونه مات کړل شوي او دپيښور په یوازیني کلتوري مرکز نشترهال کې په کلتوري فعالیتونو بندیز لګولی شوی ؤ.
وروستو چې کله د دغه سیاسي مذهبي ايتلاف د واکمنۍ موده سرته ورسیده نو پکې سیاسي اختلافونو سر راپورته کړو او دغه ايتلاف مات شو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG