لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راشد خان به د اسټریلیا بيګ بېش ليګ سياليو کې ولوبېږي


افغان کرکټ لوبغاړى راشد خان- چې په وروستيو کې يې په کارابين پريمېر ليګ سياليو کې هېټريک واخيست- د اسټریلیا اډيلايډ سټرايکر لوبډلې د بيګ بېش سياليو لپاره اخيستى دى.

د کرکټ کلب د پنچشنبې په ورځ ويلي، راشد خان- چې د افغانستان سپين بالر دى- د اډيلايډ سټرايکر لوبډلې لپاره به سږ کال د اسټرېليا په شل اووريزو بيګ بېش ليګ سياليو کې لوبېږي

دغه اتلس کلن لوبغاړى- چې د هند د پريمېر ليګ په سږنيو سياليو کې يو له برياليو بالرانو څخه وو- يواځينى افغان دى، چې په دغو سياليو کې به لوبېږي

راشد خان د کلب له خوا په خپاره شوي بيان کې تاييد کړې، چې په دغو سياليو کې به برخه اخلي او په دې اړه يې خوښي څرګنده کړې ده

"زه ډېر خوشاله يم چې له سټرايکر لوبډلې سره به د بيګ بېش ليګ په سياليو کې لوبېږم، دا زما لپاره ستر وياړ دى چې په دومره لويو سياليو (ټورنمنټ) کې به لوبېږم او بل وياړ دا ګڼم چې په دغو سياليو کې به د افغانستان د لومړني لوبغاړي په توګه لوبېږم".

د اډيلايډ سټرايکر لوبډلې روزونکي جاسن ګليسپي په بيګ بېش سياليو کې د راشدخان د لوبېدلو هرکلى وکړ او دا اعلان يې د لوبډلې لپاره "ستر بدلون" وګڼلو. ګليسپي وويل:

"راشد خان په خپل توان، شوق او زيات کنټرول سره د ځوانانو لپاره په شل اووريزو سياليو کې په لوبېدو سره په نړۍ کې خپل نوم ځلولى دى".

ګليسپي په خپلو خبرو کې زياته کړه:

"راشد خان په بالينګ کې ځينې د ستاينې وړ بدلونونه لري، هغه کولاى شي بال کوږ ووږ وغورځوي، چې وهل يې ډېر سخت وي. موږ خوشاله يو چې په دې وتوانېدو او هغه ته مو په اډيلايډ سټرايکر لوبډله کې د لوبېدو وړانديز وکړ".

راشد خان هم پر خپله ټويټر پاڼه خبر خپور کړى او امادګي يې څرګندده کړې، چې راتلونکې اوونۍ به په اسټرېليا کې د بيګ بېش په سياليو کې ولوبېږي.

راشد خان تر اوسه په ٢٩ يو ورځنيو لوبو کې ٦٣ وکټونه اخيستي دي او همدا رنګه په يو ورځنيو سياليو کې د څلورم تکړه لوبغاړي نوم لري او په تېر جون کې يې د ويسټ انډيز په خلاف د اتلس کلنو ځوانانو په لوبه کې اوه وکټونه اخيستي وو

نوموړى لومړى افغان بالر دى، چې په ګويانا امازون لوبډله کې يې د کاريبېن پريمېر ليګ سياليو په شل اووريزو سياليو کې هېټريک تر لاسه کړ.

ټاکل شوې ده چې د بيګ بېش ليګ سيالۍ د راتلونکې چارشنبې په ورځ د دسمبر پر ٢٠مه پيل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG