لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا په تعلیمي اسانتياؤ کې مخکې خو په معيار کې وروستو


د پاکستان ۵۵ ضلعې داسې دي چرته چې په هايي سکولونو کې زدکوونکو جينکو شمېره د ۱۰۰۰ نه کمه ده.
د پاکستان ۵۵ ضلعې داسې دي چرته چې په هايي سکولونو کې زدکوونکو جينکو شمېره د ۱۰۰۰ نه کمه ده.

پاکستان کې د تعليم په برخه کې کار کوونکې غېر دولتي ادارې (الف اعلان) ويلي چې د ولسواليو يا ضلعو په کچ تعليمي اسانتياؤ کې خېبرپښتونخوا او پنجاب صوبې مخکې دي.

الف اعلان په خپل راپور کې ويلي د ابتدايي زدکړو (پرايمري) سکولونو په ودانو او اسانتياؤ کې خېبرپښتونخوا د نورو صوبو نه مخکې ده خو د تعليم د معيار په برخه کې اوس هم وروستو ده.

الف اعلان پاکستان کې د تعليمي معيار او اسانتياؤ په اړه د ضلعو په کچ د کال ۲۰۱۷م دا راپور په داسې حال کې خپور کړی چې په خېبرپښتونخوا کې د تعلیم محکمې په صوبه کې د ابتدايي زده کړو ۱۰۰۰ (پرايمري) سکولونه تړلي او د دغو سکولونو ماشومان يې نورو سکولونو ته لېږلي دي.

روانه اوونۍ يو راپور کې ويل شوي وو چې په تېرو دوه لسیزو کې په صوبه کې د ووټونو ترلاسه کولو دپاره دا سکولونه بې ځايه جوړ کړی شوي او اوس په يو سکول کې د ماشومانو شمېره د ۴۰ نه کمه ده ځکه يې دبندولو پرېکړه کړې ده.

خو راپور د یو سرکاري چارواکي له خلې ليکلي ؤ په صوبه کې د پاکستان تحریک انصاف حکومت د ۱۰۰۰ سکولونو تړلو باوجود بيا هم لګيا دی وزیراعلی پروېزخټک د خپلو خلکو خوشحالولو دپاره نور سکولونه جوړوي.

د صوبې د تعلیم وزیر عاطف خان ويلي، خېبرپښتونخوا ترهګرۍ ځپلې خو بيا هم د نورو صوبو نه د تعليم په برخه کې ښه ده، اود جينکو د سکولونو شمېر سېوا کولی شي.

د الف اعلان ترمخه د تعليم د معيار د درجه بندۍ راپور هر کال ځکه خپروي چې د تعليم د ودې دپاره کار وشي.

غېر دولتي ادارې په خپل راپور کې ويلي، د خېبرپښتونخوا او پنجاب صوبې په ځينو برخو کې سکولونه ښه کړی شوي خو د سندهـ او بلوچستان صوبو ترڅنګ قبايلي سيمو کې حالات لا هم ښه نه دي.

د دغه ادارې د شمېرو ترمخه پاکستان کې دا وخت ۲۲.۶ ملينه ماشومان (هلکان، جينکۍ) د سکولونو نه بهر دي چې دا نزدې د ملک (٪۴۴) نيم ماشومان برابريږي چې سکولونو ته نه ځي.

دغه ډول د ملک ٪۴۳ فيصده دولتي سکولونه په خراب حالت کې دي بنيادي اسانتياوې (مېزونه کرسۍ، تشناب، چار ديواري، بجلي، اوبه) نه لري.

٪۲۱ فيصده دولتي پرايمري سکولونو کې يو استاز دی او ٪۱۴ فيصده په يوه کمره جوړ دي.

د تعليم بجټ ډېر کم دی او چې څومره ورکولی شي هغه په سمه طريقه نه کاريږي.

الف اعلان په خپل راپور کې ويلي، چې په پاکستان کې د څلورو پرايمري سکولونو په سر يو سيکنډري سکول دی او د دې نه دا مالوميږي چې د پينځم ټولګي نه وروستو زيات ماشومان تعليم دوامداره نشي ساتلی.

دغه ډول د هلکانو په مقابله کې د جينکو تعليم اوس هم ډېر کم دی.

د ادارې د راپور ترمخه د پاکستان ۵۵ ضلعې داسې دي چرته چې په هايي سکولونو کې زدکوونکو جينکو شمېره د ۱۰۰۰ نه کمه ده.

ويل شوي سياسي ګوندونو د تعليم په برخه کې د پرايمري سکولونو ودانۍ ښې کړي مډل او هايي سکولونو پله پام نه دی شوی.

الف اعلان په صوبو غږ کړی چې د سکولونو د بنيادي اسانتياؤ ترڅنګ دې د تعليم ښه معيار پله پام وګرځول شي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG