لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زاخیلوال وایي دپاکستان اؤ‌ افغانستان اړیکې په ښه کیدو دي


ډاکټر زاخیلوال ویلي چې کابل دپاکستان وړاندیزونه ترلاسه کړي دي
ډاکټر زاخیلوال ویلي چې کابل دپاکستان وړاندیزونه ترلاسه کړي دي

په پاکستان کې دافغانستان سفیر ښاغلي ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال ویلي دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ د لوړې کچې تماسونه سیوا شوي چې ورسره ورسره ددواړو خواؤ ترمینځ تاؤ تریخوالی کم شوی دی.

افغان سفیر ویلي دافغانستان د پارلیمان رئیس یا سپیکر به د روانې میاشتې په پایې کې دیو هئیت په مشرۍ دپاکستان سفر وکړي اؤ دلته به لوړ پوړو چارواکو سره په مهمو چارو خبرې اترې وکړي.

امریکا غږ سره خبرو کې افغان سفیر ویلي چې په نزدې ورځو کې دپاکستان یو لوړپوړی پوځي پلاوی دپاکستان سفر کړی کړی دی اؤ راتلونکې اوونۍ کې یوه افغان اقتصادي ډله هم اسلام اباد کې جوړیدونکې د اقتصادي مرستو دتنظم ای سي اؤ په سیمه ایزه غونډه کې ګډون کوي.

دافغان ولسمشرځانګړي استازي ویلي ټاکل شوې ده چې د دواړو هیوادونو دبیلابیلو کچو ډلې به نزدې ورځو کې خپلو کې سره لیدنې وکړي اؤ دا ددې خبرې غمازي کوي چې اوس ددواړو خواؤ اړیکې ښې شوي دي.

دافغان سفیر ددغه څرګندونو نه یوه ورځ وړاندې دپاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل ویلي وؤ چې دافغانستان اؤ پاکستان داړیکو نه دښې استفادې په غرض اسلام اباد کابل ته دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ دهمکارۍ دپلان په نوم وړاندیزونه لیږلي دي.

ډاکټر زاخیلوال ویلي چې کابل دپاکستان دغه وړاندیزونه ترلاسه کړي دي اؤ اوس به افغان حکومت هم ددغو وړاندیزونه سره خپل وړاندیزونه ملګري کړي اؤ یو ښه پلان به ترې جوړ کړي.

افغان سفیر وویل هیواد به یې ډیر زر په دغه لړ کې پاکستان په رسمي ډول خبر کړي.

زاخیلوال زیاته کړه چې که چرې ددواړو هیوادونو کاري ډلې په ښه نیت سره دهمکارۍ په وړاندیزونو عمل وکړي نو هیله ده د بې باورۍ فضاء به له مینځه لاړه اؤ دهمکارۍ فضاء به رامینځته شي.

سرچینې وایي پاکستان چې افغانستان ته د همکارۍ دپلان په نوم کوم وړاندیزونه کړي په هغې کې دسیاسي، اقتصاډي ، پوځي،استخباراتي اؤ د کډوالو دچارو په هکله د کاري ډلو ترمینځ راشه درشه سیوا کول اؤ دتماسونو څخه ګټورې پایلې ترلاسه کول شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG