لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فاټا کې بدلون:ژمنو ته پاتې قبائیل یو ځل بیا یوازې ژمنې پاتې شوي


دپاکستان مرکزي حکومت قبائیلي سیمو کې د اصلاحاتو پځایې کولو دپاره دجوړې کړل شوې قانوني مسودې پارلیمان څخه دمنظورؤلو د ژمنې نه یو ځل بیا پشا شوی دی.

دپاکستان په پارلیمان کې دتیرو پینځوؤ ورځو نه دحکومت مخالف سیاسي ګوندونه په دې خبره په احتجاج بوخت دي چې حکومت ولې دخپلې ژمنې په اساس فاټا کې داصلاحاتو مسوده پارلیمان ته د منظورؤلو دپاره نه وړاندې کوي.

له دې وړاندې دپاکستان د پارلیماني اؤ ریاستي چارو وزیرانو قامي اسمبلۍ ته باور ورکړی ؤ چې د جمعې په ورځ به وزیراعظم شاهد خاقان عباسي پارلیماني مشرانو سره په لیدنه کې فاټا کې داصلاحاتو دقانوني مسودې اسمبلۍ څخه د منظورؤلو په لارو چارو خبرې وکړي.

خو سرچینې وایي چې نن کله د جمعې په ورځ پارلیماني مشران د وزیراعظم ماڼۍ ته وزیراعظم سره دغونډې کولو دپاره ورغلل نو ورته وویل شول چې په ننۍ غونډه کې یوازې اؤ یوازې د نوؤ حلقو بندیو په اړه خبرې کیږي.

دخیبر ایجنسۍ څخه دقامي غړي شاه جي ګل اپریدي ډیوه راډیو سره خبرو کې هم دغه خبره منلې خو ویلي یې دي چې دقامي اسمبلۍ سپیکر دوئ ته باور ورکړی چې راتلونکې اوونۍ کې به دغه قانوني مسوده دپارلیمان څخه منظور کړی شي.

فاټا کې په اصلاحاتو سیاسي غبرګون

قبائیلي سیمو دپاره داعلان کړل شوؤ اصلاحاتو په موجوده بڼه د مخالف سیاسي ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر ښاغلي محمود خان اچکزئ یوه ورځ وړاندې قامي اسمبلۍ ته خپله وینا کې ویلي وؤ چې که دقبائیلي اولس د ازاد حیثیت په ضد فاټا کې هر رقم اصلاحات مخې ته راوړل کیږي نو دا به نه یوازې دقبائیلو بلکې دافغانستان هم سخت غبرګون راوپاروي.

محمود خان اچکزئ تر دې حده ویلي وؤ‌چې په تاریخي ډول هیڅکله هم قائیل دپاکستان برخه نه ده پاتې شوې.

محمود خان اچکزي ویلي وؤ چې کله دپاکستان جوړیدو څخه دمخه دانګریزانو اؤ قبائیلو ترمینځ یو شمیر تړونه کیدل نو په هاغه مهال هم دقبائیلو ازاد حیثیت هم منل شوی ؤ.

محمود خان اچکزئ‌ دا وړاندیز هم کړی ؤ چې قبائیلو دپاره دې یو ځانګړې مشورتي کونسل جوړ کړی شي‌ اؤ د ګورنر ټاکنه دې دقبائیلي اولس د رائیو په اساس وي وي .

خو دپښتون ملت پاله ګوند قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شیرپاؤ ډیوه راډیو سره خبرو کې د محمود خان اچکزئ دغه وړاندیز رد کړی اؤ غوښتنه یې کړې چې قبائیلي سیمې دې دهغه ځایې داولس د غوښتنې په اساس خیبر پښتونخوا صوبه کې ورګډې کړل شي.

په قامي اسمبلۍ کې دمخالو ډلو مشر ښآغلي خورشید هم د محمود خان اچکزئ دریځ رد کړي اؤ ویلي یې دي‌ چې دقبائیلي اولس دسرنوشت په هکله پریکړې به دکابل یا کوم بل قوت په خوښه نه بلکې د دپاکستان د اولس دټاکل شوي پارلیمان په خوښه کیږي.

اصلاحات او د فاټا اقتصادي بدلون:

پاکستان هر کال په خپله بودیجه یا بجټ کې د مرکزي حکومت د برخې نه فاټا ته د پرمختیا لپاره پېسې ورکوي.

په روان کال کې د فاټا د پرمختیا لپاره ۲۱ اربه روپۍ کیښودل شوي.خو د نوي اصلاحاتو تر مخه به مرکز اوس فاټا ته د پرمختیا د کلیز فنډ سره سره د قامي وسیلو/ وسایلو نه درې فیصده ځانکړې برخه هم ورکوي.

په مرکزي بودیجه کې د برخې پرته، فاټا ته به اوس د پښتونخوا په بودیجه کې هم خپله حصه وررسیږي. په دې حقله پوره تفصیل تراوسه نشته دی.

بله مهمه خبره دا ده چې پولیټکل ایجنټ نه به د بې حسابه او بې کتابه لګښت اختیاراوس اولسي نمایندګانو ته ورشي.حکومتي چارواکي او اولسي غړي به اوس د پیسو د لګښت په اړه اولس ته ځواب ورکوي.

د اصلاحاتو سره دا طمې هم پیدا شوي چې د پرمختا پېسې به د تعلیم په صحت په مدونو کې د لږیدو سره یونیورسټۍ او لوې هسپتالونه هم جوړ شي.

فاټا کې قانوني بدلون به څه وي؟

قبائیلي سیمو کې د نوؤ اصلاحاتو تر ټولو لوې بدلون دا دی چې د انګریز قانون ایف سي ار به له منځه لاړ شي. دویم د قبايلي سیمې د خپل سره پاچا یعنې پولټیکل ایجنټ د سر نه به د پاچایۍ تاج لرې شي.

د ملک صیب لونګۍ او ماجب به هم ورک شي.

قبایلي اولس به د خپلو معاملو قانوني حل لټولو لپاره عدالتونو ته تلی شي. څلورم میډیا او د بشري حقونو تنظیمونه به فاټا ته په ازاده تلی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG