لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دسږکال تر ټولو غوره ویډیو تاسو کتلې ده ؟


دغه ویډیو د یو پینځه کلن ماشوم ده چې پخپل کور کې منډې وهي.

سږکال انټرنیټ ته خیژول شوې تر ټولو غوره ویډیو یوازې دڅلورو ثانیو (سیکنډونو) ده خو ایا تاسو دغه ویډیو کتلې ده؟

دغه ویډیو د یو پینځه کلن ماشوم ده چې پخپل کور کې منډې وهي.

ستمبر کې په ټوئټر خپره کړل شوې دغه لنډه ویډیو ۲۲ میلینو نه زیات ځل کتل شوې ده.

دغه ویډیو دیونیم لک نه زیاتو کسانو ري ټویټ کړې،دوه لکه اؤ ۹۰زره لائیکس یې اخستي اؤ په سوؤنو خلکو پرې کمنټونه کړي دي.

دڅلورو ثانیو په دغه ویډیو کې لیدل کیږي چې یو ماشوم په لاس کې چاقو نیولی اؤ منډې وهي کله چې په دغه کور کې ولاړه یوه ښځه دماشوم لاس کې چاقو ویني نو په پریشانۍ کې وارخطا کیږي.

دغه ویډیو ته په انټرنیټ زیات ارزښت ځکه ورکړل شوی چې پکې یو ماشوم ، دخطرې زنګ اؤ دخندا وخت په یوځایې لیدل کیږي.

دخوند خبره دا ده چې په دغه ویډیو کې په نظر راتلونکې کومه میرمنه وارخطا کیږي خلک دا ددې ماشوم جونسن مور ګڼي خو په اصل کې دغه میرمن د ماشوم خپلوانه هم نه ده.

بلکې دغه میرمن ویډیو کې په نظر راتلونکي کور کې یوه میلمنه ده چې دسالګرې یوې دستورې کې برخې اخستو دپاره راغلې اؤ دغه ماشوم هم ددستورې د راجوړونکي خپلوان دی .

دغه ویډیو کې لیدل کیدونکي ماشوم ته دخپل یو بوډا خپلوان دجیب څخه اصلي چاقو په لاس ورغلی ؤ اؤ دکور په دالان یې کې منډې وهلې خو کله چې اپریل هولسپلیل نومې میرمنې ددغه ماشوم لاس کې چاقو ولیدو نو وارخطا شو چې ځان پرې خوږ نه کړي.

کله چې دغه ویډیو وشوه نو ددستورې هر برخه وال ددغه ماشوم د رانیولو دپاره منډې وهلې اؤ وروسته دغه خلک دماشوم دلاس نه دچاقو په اخستو کې کامیاب شوي هم وؤ.

دغه ویډیو په اتفاقي توګه کیمرې ریکارډ کړې ده ځکه چې په دغه مهال کیمره دبل مقصد دپاره لګول شوې وه.

دا پيښه دامریکا په هوایي ریاست کې رامینځته شوې وه

XS
SM
MD
LG