لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش ته دانټرنیټي پیسو رسؤلو هڅه کې پاکستاني میرمن نیول شوې


دغه میرمنه اردن کې میډیکل سوسائټي ته د رسیدو څخه وروسته بیرته امریکا ته راغله اؤ شپږ کریډټ کارډوه یې ترلاسه کړل
دغه میرمنه اردن کې میډیکل سوسائټي ته د رسیدو څخه وروسته بیرته امریکا ته راغله اؤ شپږ کریډټ کارډوه یې ترلاسه کړل

د نیویارک د روغتون یوه پاکستانۍ ښځینه ماموره دانټرنیټي پیسو (بټ کوائن) دلارې داعش ته د رقم رسولو په هڅه کې پولیسو نیولې ده.

دنیویارک په سافولک کاونټي کې سرکاري وکیل محکمه کې په جمع کړل شوې دوسیه کې دعوه کړې ده چې ۲۷ کلنې پاکستاني نژاده میرمنې زوبیه شهناز د نقلي کریډټ کارډونو اؤ پورونو دلارې ۸۵ زره ډالر ترلاسه کړي وؤ اؤ هڅه یې کوله چې دغه پیسې داعش ته ولیږي اؤ پخپله دداعش لیکې ته دورګډیډو په غرض شام ته لاړه شي.

سرکاري وکیل ویلي چې دغه میرمنه اردن کې میډیکل سوسائټي ته د رسیدو څخه وروسته بیرته امریکا ته راغله اؤ شپږ کریډټ کارډوه یې ترلاسه کړل.

هغه وایي زوبیه شهناز په ترلاسه شوؤ پیسو بټ کوئن اؤ نورې انټرنیټي پیسې اخستې وې اؤ غوښتل یې داپیسې ترهګر تنظیم داعش ته ولیږي.و

زوبیه شهناز د زیارت په ورځ د مرکزي قاضي مخې ته وړاندې کړل شوې وه اؤ محکمې پولیسو ته دهغې دنیولو امر کړی ؤ.

سرکاري وکیل دا هم ویلي چې دکریډټ کارډونو اؤ پورونو دلارې میرمن شهناز۸۵۰۰۰‌‌ ډالر ترلاسه کړي وؤ‌ اؤ دخپلو اکاونټونو څخه یې هم ۲۲۰۰۰ ډالر ویستلي وؤ چې له هغې وروسته یې دغه پیسې پاکستان،چین اؤ ترکیې ته لیږلي دي.

وکیل وایي په دغو پیسو کې ۶۳ زره ډلر دبټ کوئن په بڼه وې اؤ نورې پیسې په نورو انټرنیټي بڼه وې چې هغه یې دکریډټ کارډونو له لارې اخستې وې.

بټ کوئن دانټر نیټ داسې پیسې دي چې هیڅ وجود نه لري، خو دنړۍ په زیاتره هیوادونو کې پرې راکړه ورکړه کیږي.

دا مهال د یو بټ یا روپۍ قیمت په پاکستاني روپو کې د ۱۹ لکو نه پورته ارزښت لري .

ددې داخستلو په وخت یو تن ته یوازې څو ځانګړې هندسې ورکول کیږي اؤ دغه هندسې بیا هغه وړاندې پلوري

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG