لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هلمند: د طالبانو په بريد کې ۱۴ پوليس وژل شوي


د هلمند امنیتي چارواکو ويلي ، تېره شپه د دغه ولایت پر مرکز د لښکرګاه ښار په امنیتي کمر بند باندې وسله والو طالبانو یو لوی بریدکړط چې په پایله کې یې ۱۴ افغان پولیس وژل شوي دي.

د هلمند ولایت یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته ويلي ،د شپې له یوه نیمي بجې څخه چې وسله والو برید پېل کړی، د سهار تر ۵ بجو پورې د پوليسو پر پوستو نښتو دوام درلود.

سرچینې زیاته کړه چې پېښه کې ۹ تنه د پنځمي امنیتي حوزې د ساپیانو په یوه پوسته کې وژل شوي او ۵ تنه نور د اتمي حوزې اړوند د کلای سنګ په پوسته کې وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې د ویېنا له مخې په دې نښته کې وسله والو برید کونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند ولایت امنیه قومندان مل پاسوال عبدالغفار ساپي په دغه جګړه کې مرګ ژوبله مني خو وايي چې کره شمېرې به يې وروسته اعلان شي.

مل پاسوال ساپي، امریکاغږ ويلي " سهار وختي یوه نیمه بجه وسله والو زموږ د اتمي او اوومي امنیتي حوزو اړوند د کمربند پر پوستو بریدونه وکړه چې حمله يې پر شاه وتمبول شوه او دواړو خواوو ته مرګ ژوبله شته".

امنیه قومندان زیاته کړه چې د جګړې له سیمي څخه یو شمېر ټپي پوليس روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

دا په تیرو پينځه ؤ میاشتو کې پر لښکرګاه ښار د وسله والو طالبانو نسبتاً لویه حمله بلل کیږي.

افغان امنیتي مقامات وايي چې د هلمند په بیلا بیلو برخو کې يې د دولت د وسله والو مخالفینو او د نشه يي توکو د قاچاق کونکو پر وړاندي عملیات چټک کړي او اوس وسله وال طالبان په دې ولایت کې تر بل هر وخت تر ډېر فشار لاندې دي.

خپله وسله والو طالبانو تر اوسه رسنیو ته د تیرې شپې د نښتو په اړه کومه تبصره نده کړې.

هلمند د افغانستان د بدامنۍ سره مخ ولايتونو له ډلې څخه ده چې له ١٢ ولسواليو څخه شپږ پکې د وسله والو طالبانو سره دي او د پاتې نورو يې يواځې مرکزونه د حکومت په لاس کې دي.
(د وي او ای اشنا په مننه)

XS
SM
MD
LG