لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کابل کې د ملي امنيت په روزنيز مرکز وسله وال بريد پای ته رسېدلی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې د کابل ښار په پنځمې امنیتي حوزې کې د ملي امنیت ریاست پر روزنیز مرکز ډله ‌ییز وسله وال برید د درېو بريد کوونکو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.

د وزارت د مطبوعاتو دفتر ويلي، چې په برید کې یو پولیس ژوبل شوی او بل کوم چا ته زیان نه دی رسېدلی، خو د ملي امنیت ریاست یوې سرچینې امریکا غږ ته د دغه ریاست د دوو کارکوونکو د ژوبلېدو پخلی کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ترمخه وسله‌ والو بریدګرو په یو کرولا موټر کې چاؤېدونکي بارودي مواد ځای په ځای کړي او هغې ته یې چاؤدنه ورکړې ده.

له دې وړاندې مالومات

د افغانستان پلازمينه کابل کې نن د دوشنبې يا ګل په ورځ سهار نزدې لس نيمې بجې يو شمېر وسله والو د ملي امنيت په روزنيز مرکز بريد کړی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ويلي، دغه بریدګر چې شمېر یې تر درېو تنو پورې دی، د پولیسو په جامو يا يونيفارم کې راغلي د ملي امنیت ریاست د روزنیز مرکز شاته د تکانې په ښارګوټي کې یوې نیم کاره ودانۍ ته ختلي او له هغه ځای څخه یې له امنیتي ځواکونو سره نښته پیل کړې ده.

د کورنو چارو د وزارت ویاند مرستیال نصرت رحیمي امريکا غږ ته ويلي، چې سیمې ته د چټک غبرګون او ځانګړو ځواکونو قطعات رسیدلي او دا مهال له بریدګرو سره د نښتې په حال کې دي

د کابل د پوليس ویاند بصیراحمد مجاهد امریکا غږ سره په خبرو کې د بريد پخلی کړی خو په اړوند يې نور تفصيل نه دی ويلی.

ځايي خلکو رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې په سیمه کې د ډزو غږونه اورېدل کیږي او د بریدګرو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته دوام لري.

د برید زمه واري لا چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG