لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال باجوه سېنېټ ته په ملي او سيمه ييز امنيت احوال ورکوي


جنرال باجوه له دې وړاندې يو ځل د سېنېټ د دفاع کمېټۍ ته احوال ورکړی خو په وړومبي ځل ټول سېنېټ په اعتماد کې اخلي.
جنرال باجوه له دې وړاندې يو ځل د سېنېټ د دفاع کمېټۍ ته احوال ورکړی خو په وړومبي ځل ټول سېنېټ په اعتماد کې اخلي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمرجاوېد باجوه نن د سه شنبې، نهې په ورځ په وړومبي ځل برني اېوان، سېنېټ ته مخامخ کيږي د ملي، سيمه ييز امنيت او خپلو بهرنو سفرونو په اړوند به ورته احوال تېروي.

جنرال باجوه سېنېټ ته په داسې حال کې د ملي امنيت او د سيمې د حالاتو په اړوند احوال ورکوي چې د اګست د میاشتې راهسې امريکا په پاکستان فشار اچوي چې په دغه هېواد کې د موجودو ترهګرو ډلو په ضد دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د سېنېټ مشر رضارباني د دوشنبې، ګل په ورځ ويلي د پوځ مشر به په ځانګري ډول د خپلو وروستيو بهرنو سفرونو ترڅنګ په ملي امنيت سېنېټ په اعتماد کې اخلي.

نوموړي سره به د پاکستان د پوځي عملياتو مشر مېجرجنرال ساحرشمشاد هم د سېنېټ په ناسته کې ګډون کوي.

په سېنېټ کې د اپوزيشن مشر راجه ظفرالحق په وړاندې شوي تحريک د بندې کمرې دغه غونډه رابلل شوې چې د سيمې د امنيت ترڅنګ د امريکا په رول پکې رڼا واچول شي.

د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ خپله اعلان کړې تګلاره کې يو ځل بيا په پاکستان غږ کړی چې په خپله خاوره د موجودو ترهګرو په ضد پرېکړي (فېصله کن) عمليات وکړي، خپلې هڅې سېوا کړي او د امريکا مرسته وکړي.

نوموړي ويلي امریکا هر کال د ترهګرۍ په ضد جګړه کې پاکستان ته ډېرې پېسې ورکوي.

صدر ټرمپ د اګست په میاشت کې د افغانستان او سويلي اسيا په اړوند خپله اعلان کړې تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې چې په خپله خاوره یې ترهګر ساتلي دي.

امریکا او افغانستان تور لګوي چې پاکستان په خپله خاوره د حقاني شبکې ترهګر ساتلي او د دغه هېواد د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي په ملاتړ په افغانستان کې ترهګري کوي، خو پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو په ضد بې توپيره عمليات کړي دي.

د صدر ټرمپ د افغان تګلارې وروستو د اکتوبر په مياشت کې جنرال باجوه د کابل سفر کړی ؤ افغان صدر اشرف غني او نورو لوړ پوړو چارواکو سره یې لیدلي وو.

د امريکې د دفاع وزارت پېنټاګون په وروستيو کې کانګرس ته په وړاندې کړي يو رپورټ کې ويلي اوس هم د پاکستان او افغانستان په سرحدي سيمه کې د القاعده، د القاعده برصغير (هند)، حقاني نېټ ورک، لشکر طيبه، تحریک طالبان پاکستان، داعش خراسان او اسلامک مومنټ اف ازبکستان ځالې لري.

او " د پاکستان او افغانستان دواړو غاړو ته د دغو ډلو موجودګي دواړو هېوادونو او سيمې ته ګواښ دی".

پېنټاګون ويلي په وروستيو کې د پاکستان پوځ د طالبانو په څېر تندلارو ډلو په ضد عمليات کړي خو حقاني شبکه " لا هم په پاکستان کې ازاد فعاليت لري".

پرون د دوشنبې په ورځ د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ناصرخان جنجوعه ويلي امريکا په افغانستان کې د خپلو ناکاميو تور په پاکستان لګوي.

د پاکستان د پوځ مشر په وروستيو کې د وزیراعظم شاهدخاقان عباسي سره د سعودي عرب سفر کړی او د کابل د سفر نه علاوه ايران ته هم تلی ؤ.

ويل کيږي نوموړي به د دغو سفرونو ترڅنګ په ځانګړي ډول د افغانستان او هند سره په پوله د روانو حالاتو په اړوند سېنېټ ته احوال تېر کړي.

جنرال باجوه له دې وړاندې يو ځل د سېنېټ د دفاع کمېټۍ ته احوال ورکړی خو په وړومبي ځل ټول سېنېټ په اعتماد کې اخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG