لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکې د بېت المقدس په اړوند قرارداد وېټو کړی دی


په ملګرو ملتونو کې د امريکې استازې نېکې هيلې په امنيتي شورا کې وړاندې شوي قرارداد ته د امریکايي پرېکړې سپکاوی ويلي دي.
په ملګرو ملتونو کې د امريکې استازې نېکې هيلې په امنيتي شورا کې وړاندې شوي قرارداد ته د امریکايي پرېکړې سپکاوی ويلي دي.

امريکې د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا هغه قرارداد وېټو کړی دی چې پکې ويل شوي د امريکا د صدر ډونلډ ټرمپ د بېت المقدس، يروشلم د اسرايل د پلازمينې اعلانولو فېصله دې رد کړی شي.

په ملګرو ملتونو کې د امريکې استازې نېکې هيلې په امنيتي شورا کې وړاندې شوي قرارداد ته د امریکايي پرېکړې سپکاوی ويلي دي.

هغې ويلي د فلسطين او اسرايل په شخړه د ملګرو ملتونو دريځ د ښه والي نه زيات د تاوان دی.

د امریکا نه علاوه د امنيتي شورا پاتې ۱۴ غړو د مصر لخوا د وړاندې کړی شوي قرارداد په حق کې رایې ورکړې ده.

په امنيتي شورا کې د امریکا نه علاوه چين، روس او فرانس کولی شي چې کوم قرارداد وېټو کړي، د قرارداد وړاندې کولو دپاره د پاتې نهه غړو خوښه اړينه وي.

د قرارداد په مسوده کې د ملګرو ملتونو په غړو هېوادونو غږ شوی ؤ چې خپلې سفارتخانې يروشلم ته د منتقل کولو څخه ډډه وکړي.

رويټرز خبري ادارې ويلي د قرارداد په مسوده کې دا هم ويل شوي چې داسې هره فېصله يا اقدام به هیڅ قانوني بڼه ونه لري چې هدف يې د بېت المقدس ښار حيثيت بدلول وي.

دغه راز دا هم ويل شوي چې داسې ټولې پرېکړې يا اقدامات به د امنيتي شورا د قراردادونو په ضد بللی شي.

فلسطين د امريکا لخوا د قرارداد وېټو کولو په غبرګون کې په امریکا سختې نيوکې کړي او ويلي يې دي دغه ګام د قبلولو وړ نه دی.

صدر ټرمپ دريځ لري چې بېت المقدس د اسرايل د پلازمينې په توګه پېژندل او هلته امريکايي سفارتخانه منتقل په حقيقت ولاړه فېصله ده هغه ويلي يروشلم نه يواځې چې د يهوديانو مرکز پاتې شوی بلکې د اسرايل د نوي رياست پلازمينه هم ده.

د بېت المقدس په اړوند د امريکايي صدر د پرېکړې يواځې اسلامي هېوادونو نا، بلکې يورپي هېوادونو يې هم مخالفت کړی دی، دوي ویلي د دغه پرېکړې نه به په منځني ختيځ کې د سولې هڅې سختې اغېزمنې شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG