لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډي ایي خان:دپوځ په ګاډي‌ بمي برید کې درې عسکر ژوبل شوي


دچاودنې نه وروسته په ګڼ شمیر پوځیان سیمې ته رسیدلي اؤ چاودنه کې ژوبل پوځیان یې د درملنې دپاره روغتون ته رسؤلي دي.
دچاودنې نه وروسته په ګڼ شمیر پوځیان سیمې ته رسیدلي اؤ چاودنه کې ژوبل پوځیان یې د درملنې دپاره روغتون ته رسؤلي دي.

دخیبرپښتونخوا په په شمالي سیمه کلاچۍ کې دامنیتي ځواکونو په یو ګاډي بمي برید کې لږ تر لږه درې پوځیان ژوبل شوي دي.

دسیمې څخه سرچینو ویلي دغه چاودنه د سه شنبې په ورځ د ډیره اسماعیل دکلاچۍ سیمې په باچا اباد کې دپوځ په هغه ګاډي شوی چې سیمه کې یې ګزمه کوله.

سرچینې وایي بم دسړک په غاړه ایښودل شوی ؤ اؤ کله چې دغلته نه دپوځ ګاډی تیریدلو نو د ریموټ کنټرول په ذریعه چؤل شوی دی.

دچاودنې نه وروسته په ګڼ شمیر پوځیان سیمې ته رسیدلي اؤ چاودنه کې ژوبل پوځیان یې د درملنې دپاره روغتون ته رسؤلي دي.

تر دې مهاله ددغه چاودنې پړه کومې تندروه ډلې پغاړه نه ده اخستې خو له دې وړاندې چې پاکستان کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې دزیاترو بریدونو پړه د پاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې ده.

دپاکستان پوځ اؤ حکومت دعوه کوي چې په کال ۲۰۱۴م کې یې د ترهګرو ډلو په ضد دضرب عضب په نوم کوم عملیات پیل کړي وؤ دهغې له امله هیواد کې دترهګرو ملا ماته شوې ده خو ددغو دعوؤ باوجود وخت په وخت دپاکستان بیلابیلو سیمو کې نه یوازې بمي چاودنې اؤ ځانمرګي بریدونه کیږي بلکې امنیتي ځواکونه هم د ترهګرو لخوا پرله پسې په نخښه کیږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG