لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان حکومت دامریکا دملي امنیت دنوې ستراتیژۍ هرکلی کړی


افغان حکومت ویلي چې د دواړو هیوادونو د ګډو هڅو په نتیجه کې به افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره شرایط برابر شي.

د افغانستان حکومت دامریکا دملي امنیت دنوې ستراتیژۍ هرکلی کړی اؤ ویلي یې دي چې دملي امنیت په اړه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ نوې ستراتیژي، د تروریزم پر ضد د مبارزې په برخه کې د دواړو هیوادونو له ګډو موخو سره مطابقت لري.

دامریکې صدر ډانلډ ټرمپ د اقتدار سنبالولو ١١ میاشتې وروسته تیره ورځ قامي سلامتیا لپاره د خپل حکومت دتګلاره اعلان کړې وه او په پاکستان یې غږ کړی ؤ چې په خپله خاوره دې د ترهگرو خلاف کوټلي اقدامات وکړي

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ څخه د سه شبنې په ورځ خپور شوي یو بیان کې ویل شوي چې د امریکا نوې ستراتیژي د تروریزم د ماتولو او په افغانستان کې د ثبات ټینګولو دپاره د ګډو هڅو په بنسټ جوړه شوې ده.

افغان حکومت ویلي چې د دواړو هیوادونو د ګډو هڅو په نتیجه کې به په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او د سولې د ټینګښت لپاره شرایط برابر شي.

بیان کې زیاته کړل شوې "مونږ له هغې ستراتیژۍ، چې موخه یې په سیمه کې د سولې او ثبات پیاوړتیا، په ځانګړي ډول له ډیپلوماټیکو لارو څخه ده، هرکلی کوو".

صدر ډانلډ ټرمپ خپله وینا کې ویلي وؤ چې د هیواد په دفاعي بجټ (بودیجه) کې به اضافه کوي او سږ کال به د مسلح ځواکونو لپاره د کانگرس نه د ٧٠٠ ارب ډالرو غوښتنه کوي.

دافغانستان په هکله هغه ویلي وؤ دامریکایي عسکرو مخه کومې مصنوعي نېټې نه ده . دا په غیر مستقیمه ډول د هغه د پیش رو صدر براک اوباما تګلارې ته اشاره وه چې افغانستان نه یې د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره یوه نیټه مقرر کړې وه.

XS
SM
MD
LG