لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان وايي د امریکايي صدر بيان بې اثاثه دی


بيان کې د پاکستان هغه دريځ بيا تکرار شوی چې د افغانستان د جګړې يواځينۍ لاره د افغانانو په مشرۍ سياسي خبري دي.

اسلام اباد د امريکې د صدر ډو نلډ ټرمپ په نوې ملي امنيتي سټراټيجيکي تګلاره کې د پاکستان په اړوند بيان رد کړی او ويلي يې دي د امريکې د صدر بيان د ځمکنيو حقايقو پرضد دی.

د پاکستان د بهرنو چارو دفتر د صدر ټرمب بيان ته په رسمي غبرګون کې ويلي پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې په اولني صف کې ولاړ دی او د سيمې د سولې دپاره یې ډېری قربانۍ ورکړي دي.

صدر ټرمپ د دوشنبې په ورځ اعلان کړې د ملي امنيتي تګلاره کې يو ځل بيا په پاکستان غږ کړی چې په خپله خاوره د موجودو ترهګرو په ضد غوڅ عمليات وکړي، خپلې هڅې سېوا کړي او د امريکا مرسته وکړي.

نوموړي ويلي امریکا هر کال د ترهګرۍ په ضد جګړه کې پاکستان ته ډېرې پېسې ورکوي بايد پاکستان د ترهګرو په ضد عمليات وکړي.

صدر ټرمپ د اګست په میاشت کې هم د افغانستان او سويلي اسيا په اړوند خپله اعلان کړې تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې چې په خپله خاوره یې ترهګر ساتلي دي.

خارجه دفتر ويلي پاکستان د اوږدې مودې نه د سيمه ييزه او نړيواله ترهګرۍ په ضد جنګدېدلی او د پاکستان مرستې نړيوالې ټولنې او خپله امريکايي مشرانو هم ستايلي دي.

خارجه دفتر ویلي، پاکستان په خپله د ګاونډي ملکونو لخوا د ریاستي ترهګرۍ ښکار دی.

د بهرنو چارو د دفتر په بيان کې د کوم هېواد د نوم اخستو پرته ويل شوي چې " د پراکسي د لارې ګاونډي هېواد د پاکستان د مخالفه ترهګرو مالي مرستې کوي، خلک، ډلې او استخباراتي ادارې يې د پاکستان په ضد پراکسې کې بوخت دي او ځينې قوتونه د پاکستان بې ثباته کولو پسې دي".

بيان کې ويل شوي، د سويلي اسيا سوله د هندي ارادو له سببه په خطر کې ده او هند په مقبوضه کشمير کې په بې ګناه وګړو ظلم کوي او په پوله د اوربند پرله پسې سرغړونه کوي.

خارجه دفتر زياته کړې د پاکستان ايټمي پروګرام انتهايي موثره او د نړيوال معيار ترمخه خوندي دی.

په بيان کې دا هم ويل شوي چې په افغانستان د امريکايي ځواکونو د موجودګۍ باوجود ځينې عناصر د دغه هېواد خاوره د پاکستان په ضد کاروي او د پاکستان د پولې د ساتنې کلک انتظام او د افغان کډوالو بيرته ستنولو هڅې د مينځه لرې باسي.

بيان کې د پاکستان هغه دريځ بيا تکرار شوی چې د افغانستان د جګړې يواځينۍ لاره د افغانانو په مشرۍ سياسي خبري دي.

افغانستان او امريکا د اوږدې مودې نه په پاکستان تور لګوي چې په خپله خاوره يې د حقاني شبکې ترهګر ساتلي او د دغه هېواد نه په افغانستان کې ترهګري کوي خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي.

د پاکستان خارجه دفتر په خپل بيان کې د ترهګرۍ په ضد د خپلو جګړو او قربانو يادګېرنه کړې او ژمنه يې کړې ده چې د ترهګرو او د هغو د ملاتړو په ضد به خپله مبارزه دوامداره ساتي خو ورسره یې د نورو ګاونډيانو او نړيوالې ټولنې نه هم د دغه ډول تمې هيله څرګند کړې ده.

XS
SM
MD
LG