لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نوؤ حلقه بندو ائيني بدلون سره د خېبرپښتونخوا پينځه چوکۍ سېوا شوي


د ائيني بدلون دپاره په نوې قانوني مسوده کې د قامي اسمبلۍ د چوکو موجوده شمېره ۲۷۲ په ځای ساتل شوې ده.
د ائيني بدلون دپاره په نوې قانوني مسوده کې د قامي اسمبلۍ د چوکو موجوده شمېره ۲۷۲ په ځای ساتل شوې ده.

د پاکستان برني اېوان سېنېټ کې د نوؤ حلقه بندو د ائيني بدلون قانوني مسوده منظور کړی شوې چې ورسره د خېبرپښتونخوا نه د قامي اسمبلۍ پينځه چوکۍ سېوا شوي او د فاټا چوکۍ په خپل ځای ساتل شوي دي.

سېنېټ کې د سه شنبې (نهې) په ورځ د ۲۰۱۷م د سرشمېرنې د نتيجو په رڼا کې د نوؤ حلقه بندو دپاره قانوني مسوده وړاندې کړی شوې او په اکثريت سره منظور کړی شوې ده.

تېره مياشت قامي اسمبلۍ د دغه قانوني مسودې منظوري ورکړې وه او د سېنېټ نه د منظورۍ وروستو به د کال ۲۰۱۸م عام انتخابات د دغو حلقه بندو په سر کيږي.

په سېنېټ کې د يادې قانوني مسودې په سر په پارلیمان کې د مخالفه ډلو او حکومت ترمنځ اختلافات موجود وو خو ويل کيږي د وزیراعظم شاهدخاقان عباسي سره د مخالفه ډلو مشرانو په ليدنه کې اختلاف لرې کړی شوی ؤ.

د نهې په ورځ سېنېټر شېخ افتاب قانوني مسوده وړاندې کړه چې په حق کې ۸۴ رایې او مخالفت کې يو ووټ ورکړی شو.

د ائيني بدلون دپاره په نوې قانوني مسوده کې د قامي اسمبلۍ د چوکو موجوده شمېره ۲۷۲ په ځای ساتل شوې ده.

د پنجاب نه نهه چوکۍ کمې کړی شوی چې پکې اووه جنرل او دوه خصوصي سيټونه شامل دي.

په دغو نهه چوکو کې څلور جنرل او يوه خصوصي چوکۍ خېبرپښتونخوا ته، درې بلوچستان ته او يوه چوکۍ پلازمينې اسلام اباد ته ورکړل شوې ده.

دقبايلي سيمې او سندهـ صوبې په چوکو کې بدلون نه دی شوی.

پاکستان کې په تازه ترسره شوؤ سرشمېرنيوکې شوې چې د ډېرو سيمو ابادي پکې کمه ښکاره کړی شوې ده او مخالفه ډلو د سرشمېرنې په اساس د چوکو په شمېر هم ټکونه کول.

په سېنېټ کې د اييني قانوني مسودې منظورېدو وروستو مخالفه ډلو غوښتنه کړې چې د حلقه بندو عمل دې په درېو مياشتو کې سرته ورسؤل شي.

د حلقه بندو ائيني بدلون د شق ۵۲ (۵) مادې ترمخه شوی د کوم لاندې چې د صوبو ترمنځ د قامي اسمبلۍ د چوکو وېش کیږي او د چوکو شمېر ټاکنه د وروستۍ سرشمېرنې په اساس کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG