لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم او د پوځ سرلښکر هم مولانا د فاټا په اصلاحاتو رضا نکړی شو


مولانا فضل الرحمان او د پښتونخوا مېپ مشر محمودخان اچکزۍ دريځ لري چې د فاټا د راتلونکې په اړه دې د سيمې د خلکو نه تپوس وکړی شي.
مولانا فضل الرحمان او د پښتونخوا مېپ مشر محمودخان اچکزۍ دريځ لري چې د فاټا د راتلونکې په اړه دې د سيمې د خلکو نه تپوس وکړی شي.

د قبايلي سيمې فاټا اصلاحاتو په اړوند وزيراعظم شاهدخاقان عباسي او د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د مولانا فضل الرحمان سره ليدلي خو ښکاري دوي د مولانا په رضا کولو کې پاتې راغلي چې ورسره د فاټا اصلاحات او دغه سيمه په خېبرپښتونخوا کې ورګډول ومني.

ټريبيون ورځپاڼې ليکلي، د ګل (دوشنبې) په شپه د جمعيت علمااسلام (ف) د مشر په کور وزيراعظم سره د يو لوړ پوړي پلاوي ترڅنګ مولانا سره ليدلي خو د نهې (سه شنبې) په وزيراعظم بيا د پوځ سرلښکر ترڅنګ په دوېم ځل مولانا سره لیده کاته کړي دي.

د راپور ترمخه وزيراعظم عباسي، مولانا د فاټا اصلاحاتو په اړوند د خپل دريځ څخه په اړولو کې پاتې راغلی ځکه يې د نهې په ورځ د پوځ سرلښکر ځان سره ملګری کړی او په خپل چېمبر کې يې د مولانا فضل الرحمان سره ليدلي دي.

مولانا فضل الرحمان او د پښتونخوا مېپ مشر محمودخان اچکزۍ دريځ لري چې د فاټا د راتلونکې په اړه دې د سيمې د خلکو نه تپوس وکړی شي.

تېره اوونۍ د قامي اسمبلۍ په ايجنډا کې د فاټا اصلاحاتو قانوني مسوده وړاندې کول ټاکل شوي وو خو په وروستيو کې د ايجنډې څخه د فاټا خبره ویستل شوې او بيا په پارليمان کې مخالفه ډلو په دغه خبره د اېوان څخه باييکاټ کړی او ويلي يې ؤ تر څو چې قامي اسمبلۍ ته د فاټا اصلاحاتو قانوني مسوده نه وي راوړل شوي احتجاجي واک اؤټ به دوامداره ساتي.

د قبايلي سيمو سره تعلق لرونکي پارليماني غړي وايي چې د فاټا په اصلاحاتو او د سيمې په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو کې مولانا فضل الرحمان او محمودخان اچکزۍ خنډ جوړ دي.

دغه دواړه مشران د مسلم ليګ ن د حکومت سره په ايتلاف کې دي.

مولانا فضل الرحمان پرون د سه شنبې په ورځ ويلي د فاټا اصلاحاتو په اړوند به نورې ليدنې کوي او زیاته کړې يې ده هغه نه دی خبر چې وزيراعظم " د پوځ مشر ولې دغو خبرو ته راګډ کړو".

پوځ له دې وړاندې څو وارې ویلي چې د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو په حق کې دی.

راپورونه وايي مولانا د پوځ مشر ته ویلي چې د فاټا سپريم کونسل سره به وويني او د هغې وروستو به د فاټا په اړوند د پرېکړې کولو جوګه وي او که سپريم کونسل ورسره په خېبرپښتونخوا کې په ورګډولو صلاح شو نو هغه به يې د پرېکړې تاييد وکړي.

د دولتي خبري ادارې ترمخه مولانا ويلي چې د فاټا مسله د هغه زاتي نه ده بلکې د رائې اختلاف د هر چا حق دی او زياته کړې يې ده په دې لړ کې به وزيراعظم د فاټا سپريم کونسل سره په په خپله خبرې وکړي.

بل لور ته محمودخان اچکزۍ دوه ورځې وړاندې په سوات کې يوې جلسې ته په وېنا کې ويلي قبايل ازاد دي اوپه ازادی اېکټ کې چې هندوستان پرې په دوه ملکونو وېشل شوی ؤ په هغې کې د فاټا ذکر په يو ملک کې نشته.

نوموړي ويلي ؤ د فاټا د راتلونکې د پرېکړې اختيار هغو ته په لاس کې ورکړی شوی چې نه خو د هغو تعلق د فاټا سره دی او نه د فاټا په اړه مالومات لري.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG