لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په ګورنر محمدخان اڅکزي د وژونکي برید هڅه شنډه کړل شوې


محمد خان اچکزئ

دپاکستان امنیتي ځواکونه دعوه کوي چې د بلوچستان ایالت په ګورنر محمد خان اچګزي د وژونکي برید هڅه یې شنډه کړې ده.
ګورنر محمد خان اچکزی دپاکستان دملت پاله پښتون ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مشر ښاغلي محمود خان اچکزي مشر ورور دی.
دچهارشنبې په ورځ د بلوچستان دکورنیو چارو وزیر ښاغلي سرفراز بګټي دکوئټې دپولیسو مشر سره یو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي امنیتي ځواکونو خبر ترلاسه کړی ؤ چې ترهګر په محمد خان اچکزئ د وژونکي برید پلان لري چې په دغه اطلاع ترلاسه کولو وروستو امنیتي ځواکونو قلعه عبدالله سیمه کې عملیات کړي.
هغه وویل امنیتي ځواکونو د حامد بشیر اؤ منور په نومونو دوه ترهګر نیولي اؤ دګورنر د وژنې ناوړه پلان یې شنډ کړی دی.
دکورنیو چارو وزیر دعوه کړې چې دغو ترهګرو غوښتل ګورنر اچکزی هم داسې ووژني لکه دپنجاب د کورنیو چارو پخوانی وزیر شجاع خانزاده چې یې پخپله دیره کې وژلی ؤ.
هغه وایي د نیول شوؤ ترهګرو تعلق هم دهغه ډلې سره دی چې شجاع خانزاده باندې یې ځانمرګی برید کړی ؤ.
سرفراز بګټي دعوه کړې ده چې دنیول شوؤ ترهګرو د ولقې څخه درنې وسلې اؤ خودکش جیکټونه هم ترلاسه شوي دي.
دبلوچستان ۷۷ کلن ګورنر محمد خان اچکزی پخپله تر دې مهاله څه نه دي ویلي چې هغه ته د چا لخوا کواښونه پیښ دي؟
په پاکستان کې تر دې وړاندې هم ګڼ شمیر حکومتي اؤ سیاسي مشران په ځانمرګي بریدونو اؤ هدفي وژنو کې وژل شوي چې پکې ددغه هیواد دوه وزیراعظمان لیاقت علي خان اؤ بې نظیر بوټو هم شامل دي

XS
SM
MD
LG