لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دفیض اباد پرلت وهنې په اړه جنرال باجوه نه دسنیټیرانو سختې پوښتنې


جنرال باجوه سنیټیرانو ته ویلي پارلیمان دې ددفاع اؤ خارجه تګلارې جوړې کړي پوځ به پرې عمل کوي
جنرال باجوه سنیټیرانو ته ویلي پارلیمان دې ددفاع اؤ خارجه تګلارې جوړې کړي پوځ به پرې عمل کوي

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي که چرې ثابته شوه چې دفیض اباد دپرلت ترشا دپوځ لاس ؤ نو هغه به دخپل منصب نه استعفا ورکړي.
هغه وایي کله چې دغه احتجاجي پرلت روان ؤ نو دهغه په ذهن کې د اسلام اباد دلال جومات پیښه اوښته را اوښته ځکه نو د ایي ایس ایي مشر ته یې ویلي وؤ چې په پرلت بوختو کسانو سره خبرې وکړي.
دغه خبرې دپاکستان دسینیټ یو غړي نهال هاشمي دپوځ د سرلښکر له خولې خبریالانو ته وروسته له هغې کړي کله چې پرون جنرال باجوه دسینیټ غونډې ته دسیمې اؤ نړۍ په هکله د بندو دروازو تر شا احوال تیر کړو.
په دغه مهال خواوشا پینځه ساعته پوځي سرلښکر، دایي ایس مشر اؤ نورو پوځي چارواکو دسنیټیرانو سره خبرې کړي اؤ دهغوئ پوښتنو ته یې ځوابونه ویلي.
دپاکستان په پوځ زیاتره وخت دپارلیمان څخه دا نیوکه هم کیږي چې دهیواد بهرنۍ اؤ ددفاع پالیسي یې خپل لاس کې نیولې ده خو جنرال باجوه سنیټیرانو ته ویلي پارلیمان دې ددفاع اؤ خارجه تګلارې جوړې کړي پوځ به پرې عمل کوي.
دپاکستان په تاریخ کې دا لمړی ځل ؤ چې دپوځ مشر سرلښکر اؤ د پوځي عملیاتو ډائریکټرحنرل سینیټ ته په مهمو چارو احوال تیر کړی.
سرچینې وایي دسینیټ دغونډې په مهال ځینو سنیټیرانو دپوځ سرلښکر نه د بې درکه کړل شوؤ کسانو، دفیض اباد د پرلت وهنې ، طالبانو اؤ داعش په هکله سختې پوښتنې هم کړي چې جنرال باوجوه ورته په بشپړ تحمل سره ځوابونه ورکړي.
جنرال باجوه ویلي حکومت چې پوځ ته هر امر کوي ، پوځ به پرې بشپړعمل کوي.
د پښتونخوا ملي عوامۍ پارټۍ سنیټر ښاغلی عثمان کاکړ چې پخپله هم د سینیټ په دغه غونډه کې موجو ؤ ډیوه راډیو ته ویلي چې د جنرل باجوه سینیټ ته وینا د پارلیمنټ سرلوړي ده.
سنېټر کاکړ زیاته کړې چې دپوځي سرلښکر وینا د بندو دروازو ترشا وه ځکه یې هغه جذئیات نه شي ښودلی خو هغه وایي جنرال باجوه چې کومې خبرې کړي دا به اوس وخت ثابتوي چې دا تشې خبرې وې که نا عمل هم پرې کیږي؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG