لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عطاء محمد نور افغان حکومت ته "دنورو لارو"خپلولو ګواښ کړی


د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور
د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور

دافغانستان دبلخ ولایت مستعفي شوي والي عطامحمد نور ګواښ کړی چې که هغه سره روان ظلم ونه درول شي نو “نورې لارې “به خپلې کړي

دبلخ والي چې افغان ولسمشر اشرف غني ته یې خپله استعغا ورکړې وه اؤ هغه منطور کړې ده ، وایي استعغا یې دشرطونو سره ورکړې وه خو دهغه شرطونه په پام کې نه دي نیول شوي اؤ استعفا ېې منل شوې ده.

ولسمشر اشرف غني ددوشنبې په ورځ د والي عطاء محمد نور د استعغا منلو سره سم انجنئیر داؤ د بلخ دنوي والي په توګه اعلان کړی خو ښاغلی نور دعوه کوي چې اوس هم دبلخ والي دی اؤ دځان په زیات به د هر زیاتي مخه نیسي.

دخپلو پلویانو سره یوه غونډه کې د ښاغلي عطا‌ء نور ویلي چې دخپل حق خوندي ساتلو دپاره به خپل هر رقم مبارزې ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړې چې ظلم ورسره شوى او چاته به اجازه ورنه کړي چې دغه ظلم ورسره روان وساتي.

په دغه غونډه کې عطاء محمد نور له نړيوالو هم غوښتنه وکړه چې د افغانستان په کورنيو او اداري چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

دعطاء محمد نور تعلق دافغانستان داسلامي جمعیت ګوند سره دی چې ددغه ګوند دپخواني مشر برهان الدین رباني زوئ صلاح الدین رباني هم دامهال په افغان حکومت کې د بهرنیو چارو د وزیر دنده په لاس کې لري.

خو څیړونکي وایي چې جمعیت ګوند ولسمشر اشرف غني سره په لړ مسلو سخت اختلافات لري اؤ له دې امله صلاح الدین رباني هم ځان دحکومتي چارو نه ډډې ته کړی دی.

دعطاء محمد نور د استعغا منظوریدو وروسته جمعیت پخپله یوه اعلامیه کې د ارګ دغه پریکړه غندلې وه اؤ ویلي یې وؤ‌ چې "د افغانستان د اسلامي جمعیت گوند د شروع نه د بلخ د والي معقول اوجائز شرایط جمهوري ریاست ته وړاندې کړي دي خو ارګ د تفاهم او د مسلې د حل د یوې معقولې لارې پر ځاې د دښمنۍ لاره غوره کړیده."

په دغې اعلامیه کې دا هم ویل شوي وؤ چې که چیرې ارګ په خپلې دغې فیصلې د سره غور ونکړي نو د اسلامي جمعیت ګوند د بلخ د والي په هکله د جمهوري ریاست دغه اقدام ردوي او ځانته د دی حق ورکوي چې د افغانستان د خلکو د مشروع حقونو نه دفاع وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG