لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دحافظ سعید ټولټاکنو کې په برخې اخستو د امریکا اندیښنې


ویاندې وویل چې امریکا د حافظ سعید دنیولو پسر د یو کروړ ډالرو انعام ویستی دی.

امریکا پاکستان کې د موجودې ناچله ګرځول شوې تندروه ډلې جماعت الدعوه دمشر حافظ سعید راتلونکو ټولټاکنو کې د برخې اخستو په اراده اندیښنې ښودلي دي.

دامریکا دبهرنیو چارو دمحکمې ویاندې هیټر نیورټ خبریالانو ته داحوال تیرؤلو په مهال ویلي چې حافظ سعید د لشکر طیبه سره تړاؤ لري اؤ امریکا دغه ډله یو ترهګر تنظیم ګڼي.

ویاندې وویل چې امریکا د حافظ سعید دنیولو پسر د یو کروړ ډالرو انعام ویستی دی.

د ویاندې وینا وه “مونږ دپاکستان حکومت سره څو کرته خبره کړې ده هغه (حافظ سعید) نظربند ؤ اؤ پاکستان په دې وروستیو کې خوشې کړی دی، خو اوس داسې ویل کیږي چې هغه ټولټاکنو کې برخه اخلي اؤ په دې خبره مونږ اندیښنې لرو”

دپاکستان حکومت حافظ سعید د روان کال په پیل کې نظربند کړی ؤ خو تیره میاشت محکمې ددې دلیل په اساس خوشې کړی ؤ چې په ضد یې ثبوتونه نشته.

امریکا اؤ هند کال ۲۰۰۸م کې د هند په ممبۍ ښار کې دشوؤ ترهګرو بریدونو پړه په لشکر طیبه اچوي خو حافظ سیعد دریځ لري چې دغو بریدونو کې لاس نه لري.

دپاکستان لخوا دحافظ سعید په نظارت ختمولو هند هم پاکستان ته کوټلی احتجاج کړی ؤ خو دپاکستان حکومت په هاغه مهال ویلي وؤ چې محکمې یې خپلواکه دي اؤ ټولې پریکړې د ائین اؤ قانون په اساس کوي.

څو ورځې اګاهو حافظ سعید ویلي وؤ چې دهغه ګوند به دملي مسلم لیګ تر نامه د ۲۰۱۸م په ټولټاکنو کې برخه اخلي.

کله چې دامریکا د خارجه محکمې د ویاندې څخه پوښتنه وشوه چې ایا امریکا د حافظ سعید په هکله پاکستان ته ثبوتونه ورکړي دي نو هغې وویل “دا یو ترهګر تنظیم دی زه د ثبوتونو په هکله څه ځکه نه ویم چې دا ماپورې اړه نه لري خو باور لرم چې مونږ کوم استخباراتي معلومات لرو هغه به مو پاکستان سره تبادله کړي وي”

XS
SM
MD
LG