لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بېت المقدس د فېصلې په ضد رايې ورکوؤنکو ته د صدر ټرمپ خبرداری


په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيري نيکې هيلی هم خبرداری ورکړی ؤ چې په رایې کې د برخه اخستونکو نومونه به په نظر کې ساتي.
په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيري نيکې هيلی هم خبرداری ورکړی ؤ چې په رایې کې د برخه اخستونکو نومونه به په نظر کې ساتي.

د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ خبرداری ورکړی هغه هېوادونه چې د بېت المقدس، يروشلم په اړوند د امريکا د فېصلې پرضد رايې ورکړي مالي مرستې به یې بندې کړي.

په ملګرو ملتونو کې د چهارشنبې (زيارت) په ورځ د صدر ټرمپ د بېت المقدس د فېصلې په اړوند بېړنۍ غونډه کيږي په کومه کې چې امريکايي صدر بېت المقدس د اسرایل د پلازمينې په توګه پېژندګلو اعلان کړی ؤ.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې ويلي "دوي زمونږ نه په ملینونو ډالره اخلي او زمونږ په ضد رایې ورکوي".

نوموړي هغو ملکونو ته چې امریکا ورسره مالي مرستې کوي، خبردارې ورکړی چې "مونږ دغه رایې څارو، پریږدئ چې دوي زمونږ په ضد رایې ورکړي. مونږ به ډیرې پیسې بچ کړو. مونږ پروا نه لرو".

له دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيري نيکې هيلی هم خبرداری ورکړی ؤ چې په رایې کې د برخه اخستونکو نومونه به په نظر کې ساتي.

هغې ويلي ؤ" چې صدر به دغه رايې په خپله څاري او هغې ته يې ويلي دي چې د هغو هېوادونو په اړه ورته راپور ورکړي چې څوک يې په ضد رايې ورکړي".

هيلې ويلي هر ووټ به څاري.

صدر ټرمپ د روانې مياشتې په سر کې بېت المقدس د اسرايل د پلازمينې په توګه منلی او ويلي يې ؤ د امريکې سفارتخانه به هلته منتقل کړي.

د بېت المقدس په اړوند د امريکې د اعلان وروستو عرب او نورو اسلامي هېوادونو د ۱۹۳ غړود ملګرو ملتونو بېړنۍ غونډه رابللې ده.

مصر چې دغه قرارداد وړاندې کوي د امريکې د فېصلې يادګېرنه پکې نه ده شوې خو پکې ويل شوي چې د بېت المقدس د جغرافيايي حيثيت بدلولو کومه هڅه به قانوني نشي، هغه به کالعدم وګڼلی شي.

د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا په ۱۵ مستقل غړو کې ۱۴ د صدر ټرمپ د فېصلې پرضد قرارداد کې رايې کارولې خو امريکا دغه قرارداد وېټو کړی او منظورۍ ته يې نه ؤ پرېښی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG