لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان وایي په بیت المقدس به امریکایي ګواښونو ته سر نه ټیټوي


دامریکې صدر ډانلډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې کومو هیوادونو د امریکایي فیصلې په ضد رایه ورکړه مالي مرستې به یې ودروي

پاکستان دامریکا لخوا دملګرو ملتونو غونډه کې دبیت المقدس په اړوند دپریکړې په ضد رایې ورکوونکو هیوادونو ته دمالي مرستو اودرؤلو ګواښ رد کړی اؤ ویلي یې دي چې خپله رایې به د اصولو په اساس ورکوي.

ټاکل شوې په ملګرو ملتونو کې دزيارت په ورځ د صدر ټرمپ د بېت المقدس د فېصلې په اړوند بېړنۍ غونډه کيږي .

خوددغه غونډې نه وړاندې دامریکې صدر ډانلډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې کومو هیوادونو د امریکایي فیصلې په ضد رایه ورکړه مالي مرستې به یې ودروي.

صدر ټرمپ د روانې مياشتې په پیل کې بېت المقدس د اسرائيل د پلازمينې په توګه منلی او ويلي يې ؤ د امريکې سفارتخانه به هلته منتقل کړي.

د زیارت په ورځ پلازمینه اسلام اباد کې مطبوعاتو ته داحوال تیرؤلو په وخت دپاکستان د بهرنو چارو ددفتر ویاند ډاکټرمحمد فیصل ویلي د ازادۍ هیڅ قیمت نه اؤ پاکستان به ملګرو ملتونو کې د بیت المقدس په اړوند خپله رایې د اصولو په اساس ورکوي.

ویاند وویل امریکایي صدر دملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې دخپلې پریکړې په ضد رایې ورکوونکو هیوادونو ته دمخه ګواښونه کړي چې دا د ډیموکراسۍ ښکاره سپکاوی دی.

دبهرنو چارو ددفتر ویاند دا هم وویل چې پاکستان دبیت المقدس په اړوند داسلامي همکارۍ د سازمان د اعلامیې بشپړ ملاتړ کوي.

په دغه موقعه پاکستاني ویاند دامریکا دملي سلامتۍ تګلاره کې په پاکستان لګول شوي تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي دامریکا تورونه دحقیقت نه لرې دي.

د دوشنبې په ورځ امریکایي صدر دقامي سلامتۍ دتګلارې اعلانولو په مهال په پاکستان سختې نیوکې کړې وې اؤ ورڅخه یې غوښتي وؤ چې خپله خاوره کې د موجودو ترهګرو په ضد باید کوټلي ګامونه واخلي.

صدر ټرمپ دپاکستان د اټومي وسلو په خوندیتوب هم ټینګار کړی ؤ.

خو دبهرنو چارو ددفتر ویاند ویلي پاکستان دامریکا لخوا دلګول شوؤ تورونو غندنه کوي اؤ په ډاګه کوي چې دترهګرۍ په ضد جګړه کې پاکستان درنې قربانۍ ورکړي دي.

افغانستان اؤ سویلي ایشیاء دپاره دامریکایي تګلارې اعلانولو په مهال هم امریکایي صدر په پاکستان تورونه لګولي وؤ چې امریکا څخه په اربونو ډالر اخلي اؤ پخپله خاوره یې ترهګرو ته ځالې ورکړي چې دا امریکا دپاره دمنلو نه ده.

دامریکا ترڅنګ نوی ډیلی اؤ کابل هم په پاکستان تورونه لګوي چې دترهګرو ډلو پالنه کوي خو پاکستان دغه ټول تورونه ردوي اؤ وایي پخپله دترهګرۍ ښکار دی

XS
SM
MD
LG