لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان ته د امريکا مرستيال صدر پېنس ناڅاپي سفر


نوموړی کابل ته تلی او هلته يې صدر اشرف غني او اجرایي رئيس عبدالله عبدالله سره ليدلي دي.

د امريکې مرستیال صدر مايک پېنس د پنجشنبې، زيارت په ورځ د کرسمس نه وړاندې په ناڅاپي سفر افغانستان ته تلی دی. نوموړي هتله د امريکايي ځواکونو سره ليدلي دي څوک چې د امريکا د اوږدې مودې نه په جګړه بوخت دي.

ښاغلی پېنس په سخت امنيت کې د افغانستان بګرام هوايي اډې ته رسېدلی او هلته يې د امريکا نزدې ۱۵زره پوځي سرتېرو مننه کړې ده.

له هغې وروستو نوموړی کابل ته تلی او هلته يې صدر اشرف غني او اجرایي رئيس عبدالله عبدالله سره ليدلي دي.

د افغان صدارتي ماڼۍ ارګ ترمخه اشرف غني او پېنس په ليدنه کې " ۲۰۱۷ کال د افغانستان د امنیتي او دفاعي برخې د پرمختګ او د نشه یي توکو پر ضد د هدفي مبارزې په برخو کې له لاسته راوړنو ډک کال وارزاوه او پر وخت یې د پارليماني او ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کولو ټينګار وکړ".

ښاغلي اشرف غني په دې کتنه کې وویل، "د افغانستان او امریکا اړیکې د دواړو هېوادونو پر ګډو او ستراتیژیکو ګټو ولاړې دي او تر پخوا زیاتې پیاوړې کېږي".

ښاغلي غني د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا نوې ستراتیژي د افغانستان او سیمې د سولې او ثبات پرځای کېدو په برخه کې مهمه موقع وبلله او په عملي کېدو یې ټينګار وکړو.

نوموړي په دې کتنه کې له فساد (کرپشن) سره د مبارزې، هر اړخیزو اصلاحاتو راوړلو او سیمه ییزو همکاریو په برخو کې د افغانستان حکومت د لاسته راوړنو یادونه وکړه او وې ویل: "په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د ثبات او پرمختيا لپاره مهم دي".

د امریکا مرستیال صدر پېنس په تود هرکلي د افغان مشرانو په مننې سره وویل: " امریکا به تل د افغانستان د دولت او خلکو تر څنګ وي او دا ملاتړ به په بېلابېلو برخو کې د پراختيا سره دوام ولري".

د ارګ ترمخه مایک پېنس د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې او دغه راز له فساد سره د مبارزې، سولې پروسې، سیمه ییزې همکارۍ او ښې حکومتولۍ په برخه کې د افغانستان حکومت پرمختګونه وستایل.

پېنس د دې ترڅنګ چې د اقتصادي ودې، سولې او امنیت په برخه کې له افغانستان سره د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ ورکړ وویل، "د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا د ستراتیژۍ اصلي محور د افغانستان سوله ، ثبات او سوکالي ده".

اشرف غني د امریکا د مرستيال صدر د سفر په مهال د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ د تروریزم ضد ګډې مبارزې په برخه کې د یاد هېواد د سرتېرو د قربانیو ستاینه وکړه او د افغانستان حکومت او خلکو سره یې د امریکا د دوامداره مرستې او همکاریو قدرداني وکړه.

د زيارت په ورځ صدر ډونلډ ټرمپ هم د واشنګټن ډي سي سره نزدې په لږه فاصله د والټر رېډنېشنل ملټري مېډيکل سنټر ته ورغلی او هلته يې د درملنې لاندې سرتېرو پوښتنه کړې ده.

د زيارت په ماښام د سپينې ماڼۍ څخه د روانېدو په وخت خبريالانو سره په خبرو کې هغه وويل، "د څو شېبو دپاره به مونږ هلته يُو او مونږ هغوي ته د کرسمس اومبارکي (مېري کرسمس) ويل غواړو".

نوموړي دغو عسکرو ته " په هر اعتبار د نړۍ تکړه سرتيري" ويلي دي.

د زيارت په ورځ د امریکې د دفاع وزير جېم مېټس په کيوبا کې سمندري اډې ګوانتاناموبی ته ورغلی او امريکايي سرتېرو سره يې ليدلي دي.

XS
SM
MD
LG