لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندهار: موټري ځانمرګي بريد کې شپږ پوليس وژل شوي


د پاکستان سره په پوله پرته د کندهار مېوند يوه د هغو ولسواليو څخه ده چې د ناامنۍ سره مخ ده.
د پاکستان سره په پوله پرته د کندهار مېوند يوه د هغو ولسواليو څخه ده چې د ناامنۍ سره مخ ده.

د افغانستان جنوبې صوبې کندهار امنيتي چارواکو ويلي نن د جمعې په سهار مېوند ولسوالۍ (ضلعې) د پوليس په مرکزځانمرګي موټري بم بريد کړی چې پکې شپږ پوليس وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي.

د کندهار د پولیس مشر جنرال عبدالرزاق ويلي ځانمرګي د امنيتي سرتېرو هموي ګاډی د بارودو ډک کړی او په برید کې يې کارولی دی.

هغه ويلي د برید کوونکي هدف ؤ چې مرکزي دفتر ته ننوځي خو په دروازه يې چاؤدنه کړې ده.

نوموړي په بريد کې د شپږو پوليس سرتېرو د وژل کېدو او شپږو ژوبلېدو پخلی کړی دی.

په سمدستي ډول د برید زمه واري چا نه ده منلې.

د مېوند د پوليس يو چارواکي سلطان محمد ويلي، په چاؤدنه کې تر درېو زرو کلوګرامو پورې چاؤدېدونکي مواد کارول شوي دي.

ځينې راپورونه وايي په بريد کې اته پوليس وژلش وي او ۱۰ نور ژوبل شوي دی.

د پاکستان سره په پوله پرته د کندهار مېوند يوه د هغو ولسواليو څخه ده چې د ناامنۍ سره مخ ده.

د سلطان محمد په خبره په کندهار کې دا درېم ځانمرګی بريد دی چې د پوځي ګاډي د لارې کیږي. هغه ويلي دا هغه ګاډي دي چې د هلمند او اروزګان په جګړو کې د طالب وسله والو په لاس ورغلي او اوس هغوي د بریدونو دپاره کاروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG