لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان کې څلور ترهګر وژل شوي


د پاکستان پوځ نن د جمعې په ورځ ویلي د بلوچستان په سبي سيمه کې د ملېشې ځواکونو د تندلارو پرضد عملياتو کې څلور ترهګر وژلي دي.

دولتي رسنيو د پوځ لخوا په بيان کې ويلي چې د ملېشې ځواکونو په سبي کې عمليات کړي او وسله والو سره په نښته کې يې دوه ترهګر وژلي دي.

پوځ ويلي د ګندمګوز کور په علاقه کې هم د ملېشې ځواکونو د ترهګرو په پټو ځالو عملیات کړي او هلته هم دوه ترهګر وژل شوي او وسله ترې ترلاسه شوې ده.

د وژل شوؤ ترهګرو په اړوند نور تفصيل نه دی ورکړی شوی چې څوک دي.

له دې وړاندې په يو بل خبر کې ويل شوي چې د پنجاب صوبې په ملتان سيمه کې د سي ټي ډي پوليس عمليات کړي او د لاقانونه ګرځول شوې ډلې دوه ترهګر يې وژلي دي.

دولتي رسنيو ويلي سي ټي ډي پوليس د استخباراتي مالوماتو په اساس دغه عمليات ترسره کړي او د عملياتو په مهال څلور ترهګر د موقعې نه په تېښته کې بريالي شوي هم دي.

بلوچستان کې تازه عمليات په داسې حال کې شوي چې د زيارت په ورځ په ډېره بګټي سيمه کې د ډزو او ماين چاؤدنې په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنه وژل شوي وو.

د بلوچستان صوبې چارواکي ادعا کوي چې په صوبه کې بدامني قابو کړی شوې خو دغلته په وروستيو کې يو ځل بيا د بدامنۍ او ترهګرۍ لړۍ سېوا شوې ده.

نزدې اوونۍ ورځې وړاندې د صوبې په مرکز کوټه کې په زرغون روډ باندې يو ګرجاګر يا چرچ باندې ځانمرګي برید کې د درېو ښځو په ګډون نهه تنه وژل شوي وو.

د نومبر په میاشت کې په يوه چاؤدنه او دوه بريدونو کې د دوه لوړ پوړو پوليس چارواکو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG