لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مومندو کې د امنیتي ځواکونو په پوسته برید کې درې عسکر وژل شوي


دغه برید د جمعې په ورځ دمومندایجنسۍ دغنم شاه سیمې په شونکړۍ کنډاؤ امنیتي پوسته شوی

له افغانستان سره په پرته پوله د پاکستان قبائیلي سیمې مومند ایجنسۍ کې د پاکستاني ځواکونو په یوه پوسته د ترهګرو برید کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ وایي دغه برید له پولې هاغې غاړې څخه د جمعې په ورځ دمومندو ایجنسۍ دغنم شاه سیمې د شونکړۍ کنډاؤ په هغې امنیتي پوسته شوی چې نوې جوړېده.

افغان چارواکو د پاکستان ددې ادعا په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

افغان چارواکي هم ډیري وخت دا تورونه لګوي چې ترهګر په پاکستان کې پټنځي لري.

د پاکستان د پوځ د معلوماتو له مخې په برید کې دسوات سکاؤټ د۲۱۱مې څانګې یو حوالدار اؤ دوه سپاهیان وژل شویدي.

مومند ایجنسي افغانستان سره په پوله پرته دپاکستان هاغه قبائیلي سیمه ده چې په تیرو وختونو کې پکې طالبان زیات فعاله وؤ اؤ دغلته یې خپل پیاوړي مرکزونه لرل.

پاکستان پوځ دعوه کوي چې په قبایلي سیمو کې یې د ترهګرې ډلې تحریک طالبان ملا ماته کړېده او تور پورې کوي چې بریدونه د افغانستان لخوا څخه کېږي.

پاکستان نه خو نړیوال نه افغانستان، امریکا او ګاونډي هېوادونه په خپل دغه دریځ باوري کړيدي بلکه دې پوښتنو ته هم ځواب نه لري چې ترهګر له پاکستان څخه افغانستان ته څنګه اوړي؟

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس افغانستان د یوه ناڅاپي سفر پرمهال په بګرام پوځي اډه کې د خپلو خبرو پرمهال ویلي، پاکستان تر اوږده وخته پورې طالبانو او ترهګرو ته په خپله خاوره پناه ورکړې ولې اوس دا ورځې تېرې دي.

ښاغلي پنس ویلي وه چې پاکستان له امریکا څخه ډیر څه ترلاسه کړي خو که د ترهګرو په وړاندې مرسته وه نه کړي نو ډیر څه به له لاسه ورکړي.

XS
SM
MD
LG