لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایف ای اې: سږ کال ۶۷۶۷ پاکستانیان په غیرقانوني توګه یورپ ته تللي


Supreme Court of Pakistan in Islamabad
Supreme Court of Pakistan in Islamabad

واشنگټن ډي سي:

د پاکستان د پلټنو مرکزي ادارې (ایف ای اې) سپریم کورټ ته ویلي، چې له دې هېواده سږ کال څه باندې شپږ زره اووه سوه کسان په غیرقانوني توګه یورپي هېوادونو ته تللي دي.

ایف ای اې دا شمېره د پاکستان سپریم کورټ ته د یوې قضیې (مقدمې) د اورېدو په وخت ورکړې او زیاته کړې یې ده چې پاکستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې پر څلورم نمبر دی، چې خلک یې په غیرقانوني توګه یورپ ته تللي دي.

ایف ای اې وايي دغه پاکستانیان د ایران او ترکیې له لارې تللي دي. په رپوټ کې یورپي هېوادونو ته په غیرقانوني لارو تلونکي اکثر د پاکستان د پنجاب ایالت اوسېدونکي بلل شوي دي.

په بلوچستان کې تېره میاشت په غیرقانوني توګه یورپي هېوادونو ته د تلونکو ۲۰ کسانو پر وژنه سپریم کورټ سوموټو اخیستی وو او د څېړنې مرکزي ادارې ته یې د پلټنو امر کړی وو.

ایف ای اې په سپریم کورټ کې د اورېدنې په مهال په وړاندې کړي رپوټ کې ویلي، سږ کال د بلوچستان له لارې ۶۷۶۷ کسان په غیرقانوني توګه ایران او بیا یورپي هېوادونو ته تللي دي

د ایف ای اې مشر سپریم کورټ ته دا هم ویلي، چې سږ کال څومره کسان له ایران، ترکیې او یورپ څخه بیرته خپلو هېوادونو ته لېږل شوي دي:

"په تېرو څلورو کلونو کې ۸۰۰۴۰ کسان له ایرانه، ۱۰۴۷۶ له ترکیې او شاوخوا۲۰۰۰۰ کسان له یورپ څخه ایستل شوي او خپلو هېوادونو ته لېږل شوي دي".

ایف ای اې ویلي اړتیا دې ته ده چې د پاکستان او ایران له سرحدي کمیشن سره مرسته وشي او په راتلونکي وخت کې د ایران له لارې یورپ ته په غیرقانوني توګه د تګ مخه ونیول شي.

پاکستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې زرګونه خلک یې هر کال د بې روزګارۍ او د ناسم امنیت له امله د بشري قاچاکبرو په مرسته په غیرقانوني توګه د ایران، ترکیې او یونان له لارې یورپ ته ځانونه رسوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG