لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپاکستان پوځ:دخرڅلاوه مال نه یو چې امریکا رانه په پیسو مرستې غواړي


جنرال غفور پوښتنه راولاړه کړې چې ایا دالقاعده په ضد عملیات دپاکستان اؤ‌پاکستاني ځواکونو له مرستې پرته شوني وؤ

په دې وروستیو کې دامریکا لخوا پاکستان ته له سختو ګواښونو وروسته دپاکستان پوځ هم امریکا ته سترګې برګې کړي اؤ وایي “مونږ څه دخرڅلاوه مال نه یو چې امریکا به رانه دپیسو پسر مرستې غواړي”

په روانه اوونۍ کې امریکایي چارواکو په پاکستان دترهګرو ډلو دملاتړ سخت تورونه لګولي اؤ ورته یې په ډاګه کړې اوس نور هاغه وختونه تیر دي چې پاکستان به ترهګر ساتل.

دامریکا مرستیال صدر مائیک پینس خو کابل ته دسفر په مهال تر دې حده ګواښ کړی ؤ چې که پاکستان دترهګرو دملاتړ نه لاس وانخلي نو ډیر څه به دلاسه ورکړي.

دامریکایي چارواکو په دغو څرګندؤنو دپاکستان پوځ کلک غبرګون ښودلی اؤ ویلي یې دي دامریکایې چارواکو کوم بیانونه چې مخې ته راروان دي دا ددواړو هیوادونو اړیکو ته سخته ضربه رسولی شي.

دپاکستان دپوځ ویاند میجرجنرال اصف غفور پخپل یو بیان کې ویلي “مونږ ته دامریکا پیسې نه ، باور پکار دی، دانو خوشې خبره ده چې پیسې مو درکړي دي اوس به راسره مرسته کوئ”

پوځي ویاند ویلي پاکستان پیسو دپاره نه جنګیږي ، دافغانستان دننه جګړه به امریکا اؤ ائتلافي ځواکونو ته کول وي اؤ هم دوئ ته به افغانستان کې دپاکستاني طالبانو د تحریک پټې ځالې له مینځه وړل وي.

دپاکستان پوځي ویاند افغانستان کې دټي ټي پي دځالو ختمولو دغه غوښتنه وروستو له هغې کړې چې دواشنګټن،کابل اؤ نړیوالې نړیوالې ټولنې نه په پاکستان دحقاني اؤ نورو ترهګرو ډلو په ضد دګامونو اخستو دپاره فشارونه سیوا شول.

پوځی ویاند وایي “مونږ مونږ دافغانستان دپولې نه د را اوختې جګړې مقابله هم وکړه اؤ دامریکا بشپړ کمک مو وکړو، حالانکې دترهګرۍ په ضد جګړه زمونږ خپله نه بلکې په مونږ راتپل شوې وه”

جنرال غفور پوښتنه راولاړه کړې چې ایا دالقاعده په ضد عملیات دپاکستان اؤ‌پاکستاني ځواکونو له مرستې پرته شوني وؤ یا هم اوس چې دترهګرۍ په ضد کومه جګړه روانه ده دا به دپاکستان له مرستې پرته ممکن شوې وه؟

پاکستان پرله پسې دترهګرۍ په ضد جګړه کې دخپلو قربانیو یادؤنې کوي خو څیړونکي وایي چې په دغه جګړه کې پاکستان یوازې هغه ترهګرو سره په نښته بوخت دی چې دپاکستان په ضد یې ټوپک پورته کړی اؤ کوم ترهګر چې دافغانستان اؤ امریکا په ضد جنګیږي هغوئ سره مرستې کوي.

واشنګټن اؤ کابل دترهګرۍ په ضد جګړه کې دپاکستان په دوه مخي کردار سختې نیوکي لري اؤ وایي پاکستان ته چې نړۍ کومې پیسې دترهګرۍ ختمولو دپاره ورکوي هم په هغه پیسو ترهګر پالي.

خو پاکستان دغه ټول تورونه ردوي اؤ وایي دترهګرو په ضد یې پرته له امتیاز ګامونه اخستي‌ دي

XS
SM
MD
LG