لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فلپائن کې سمندري طوفان ۱۳۳ کسان وژلي


مرستندویه ډلو د منداناؤ سلوګ سیند څخه د۳۶ کسانو مړي راویستي دي
مرستندویه ډلو د منداناؤ سلوګ سیند څخه د۳۶ کسانو مړي راویستي دي

په فلپائن کې د راغلي سمندري طوفان له امله د مړو شمیره ۱۳۳ کسانو ته رسیدلې اؤ پولیس وایي چې دغه شمیره نوره هم سیوا کیدلی شي.

دغه سمندري طوفان دجمعې په ورځ دفلپائن د دوهمې سترې جزیرې منداناؤ سره ټکر شوی ؤ چې ګڼ خاورین کمرونه یې خوئیولی وؤ اؤ هم سیلاب اوبه په خلکو ورماتې شوې وې.

دفرانسیې خبرې اداره ای ایف پي وایي چې مرستندویه ډلو د منداناؤ سلوګ سیند څخه د۳۶ کسانو مړي راویستي دي .

دفلپائن دموسمیاتو محکمې وړاندې څخه ددغه سمندري توفان استوي لویدیزو جزیرو سره دټکر کیدو وړاندوینه کړې وه.

د توبوډ سیمې دپولیسو یو لوړ پوړي مشر جیري پارامي ای ایف پي ته ویلي چې دسیند اوبه په کورونو ورماتې شوي اؤ ټول کورونه یې لاهو کړي دي.

هغه وایي په دغه سیمه کې لږ ترلږه ۲۰۰۰ کسان میشته وؤ ، پولیس اؤ خیریه ډلې دامهال دغورځیدلو کورونو دملبې څخه دمړو په راویستلو بوخت دي

همدغه شان پیاګاؤ نومې کلی کې هم د ۴۰ کورونو غورځیدلو له امله ۱۰ کسان مړه شوي دي..

په فلپائن کې هرکال تر شلو خواوشا سمندري طوفانونه راځي چې زیاتره وخت پکې زیات خلک خپل ژوند دلاسه ورکوي .

له دې وړاندې دفلپائن هائیان نومې سیمه کې د هوا دطوفان له امله څه کم ۴۰۰۰ کسان مړه شوي وؤ اؤ په کال ۲۰۱۳م کې دیو سمندري طوفان له امله دلسو زرو نه زیاتو کسانو هم خپل ژوند دلاسه ورکړی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG